The news is by your side.

ازبکستان هر کرونا ځپلي سیلاني ته ۳۰۰۰ ډالر ورکوي

خبریال وېب پاڼه/ازبکستان وایي په خپل هېواد کې یې د کرونا وبا پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي او بهرنیانو ته د سیل لپاره ورتګ کې به ورته هېڅ راز ستونزه پیدا نه شي.

په دغه ۳۳ ملیون نفوسه هېواد کې د کرونا وبا په راتګ سره قرنطین په خورا جدي او چټکه توګه عملي شو او په ډېره کمه موده کې یې په ټول هېواد کې یوازې د ۱۹ کسانو په قربانۍ سره دغه وبا قابو کړه. اوس یې د سیلانیانو ملي شرکتونو یو کمپاین پیل کړی او وایي که په ازبکستان کې سیلانیان په کرونا اخته شول، دوی به ورته ۳۰۰۰ ډالر ورکړي.

ازبکستان د افغانستان ګاونډی هېواد دی او له اقتصادي پلوه مخ پر وده هېواد بلل کېږي.

دغه هیواد د کورونا له اړخه د هیواد په حالت دومره مطمین دي چې د سیلانیانو يوې کمپنۍ “ستاسو سفر تضمین دی” په نامه یو کمپاین په لاره اچولی، هغه سیلانیان چې دغه هیواد ته په سیاحت راځي که کورونا وایروس باندې اخته شول؛ نو 3,000 ډالر به ورکړل شي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایوف تیره سه شنبه دغه پریکړه لاسلیک کړه چې دغه 3,000 ډالر به په ازبکستان د کورونا درملنې ټول طبي مصارفو لپاره بسنه وکړي. د انسایډر وېب پاڼې د معلوماتو له مخې د دې لپاره چې سیلانیان د ورته پېښې په صورت کې دغه 3000 ډالرو د ترلاسه کولو حق خپل کړي، نو دوی باید د هیواد د یوې محلي سیاحتي کمپنۍ سره ځان ثبت کړي.

تر اوسه پورې ازبکستان هغو هیوادنو ته د سیاحت لاره پرانیستې چې د کرونا پیښې په کې کمي وي. په دغو هیوادونو کې چین، جنوبي کوریا، جاپان او د اسرائيل هیواد څخه سیلانیان کولای شي چې په آزاده ډول ازبکستان ته سفر وکړي. خو له اروپا او امریکا څخه راتلونکي سیلانیان باید تر ۱۴ ورځو قرنطین موده تیره کړي، او بیا سیاحت لپاره دغه هیواد کې وګرځي.

د یادونې وړ ده چې دا اقدام د ازبکستان لخوا د دغه هیواد سیاحت سیکتور د لا غوړېدا په موخه ترسره کړی. دغه هیواد په 2019 ز کال کې د ملګرو ملتونو د نړۍ ګرځندوی سازمان لخوا په نړۍ د څلورم لوي سیاحتي هیواد ونومول شو.

دا په داسې حال کې ده چې نور هیوادنه بیا د دې سرچپه اقدام کوي. د بېلګې په توګه د کمبودیا هیواد ټولو راتلونکو سیلانیانو ته اعلان کړي، که چیرته په کرونا اخته شي نو د طبي لګښتونو لپاره باید 3,000 دالر دغه هیواد ته ور کړي.

اوس مهال په ټوله نړۍ کې د کرونا مثبتې پېښې تر یو کروړ اوښتې او د قربانیانو شمېر تر نیم ملیون واوښت.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.