The news is by your side.

هلمند کې د کوکنارو د بدیل هڅې ګړندۍ شوي

خبریال وېب پاڼه/ د هلمند کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي دوی په دې ولایت کې د دوی اړوند په څېړنیز فارم کې  یوشمېر نوي نباتات تر څېړنې لاندې نیولي دي.

یاد ریاست زیاته کړه په دې نباتاتو کې املوک، کېله، لیمو او نارنجان شامل دي.

د کرنې او مالدارۍ وزیات په یوه خبرپاڼه کې د هلمند کرنې او مالدارۍ رئيس زلمی الکو له قوله لیکلي چې وایي دوی ډیرې هڅې کوي، چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د مخنیوي لپاره بزګرانو ته نوي ارزښتناک کرنیز بوټي او ونې ور وپېژني او وایي که څه هم یو څه د کوکنارو مخنیوی پرې شوی خو په خبره یې د بشپړ مخنیوي هڅې یې روانې دي.

هغه زیاته کړه، چې په همدې موخه یې تازه د دې ولایت په څېړنیز فارم کې د املوکو، کېلې، نارنجو او لیموګانو نیالګي تر څيړنې لاندې نیولي او له څیړنو وروسته به یې باغدرانو او کروندګرو ته وویشي.

زلمی الکو په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې دوی تیرکال  ننګرهار له ولایت څخه اصلاح شوي نیالګي، چې په ترکیب کې یې پنځه ډوله لیمو، مالټه او املوک شامل دي د بولان په څېړنیز او انار باغ په قوریه کې کرلي وو ښه پایله ورکړي نو ځکه دوی هم دا پریکړه کړې ده.

د کرنې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو د ملاتړ او د کوکنارو د کرکېلي د بدیل پیدا کولو په پار تل هلې ځلې کوي او په دې برخه کې یې ګڼ شمېر بریالي پروګرامونه هم پلي کړي دي.

د کرنې وزارت وایي، هلمند کې د املوکو، کېلې، نارنجو او لیمو مورني بڼونو تر دا مهاله ښه او ګټوره پایله ور کړې ده او سپارښتنه یې کړې چې په دې برخه کې لا هڅې ګړندۍ شي.

په ورته مهال کروندګر هم  خوښ دي چې د کوکنارو د بدیل غمه یې خوړل کیږي ځکه د دوی په وینا ډیرکله به دې د کوکنارو په کرکیله او حاصل کې ستړي وو.

د یادونې ده، چې له هلمند سربیره د هیواد په نورو ولایتونو کې هم دغه ډول اقدامات شوي او ښه پایله یې ورکړې ده.

کرنیز پوهان وایي که د هر ولایت دکرنې ریاستونه له بزګرانو سره په تخمونو کې مرسته کړي د ټول هیواد لپاره به په کرنیزه برخه کې ګټور تمام شي.

خو دوی زیاتوي ډیر کله د کرنې ریاستونه له بزګرانو سره پر وخت مرسته نه کوي او دا بیا د دې لامل کیږي چې یو شمیر یې د کوکنارو کرکېلې ته مخه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.