د افغانستان بنسټ اېښودونکي ته سپکاوی او د افغانانو غبرګونونه

خبریال وېب پاڼه/تېره ورځ یو خبر رسنیز شو چې په کې راغلي وو، د سيمه ييزو ارګانونو د پاليسۍ معين سرور جوادي له لوري د احمد شاه بابا له نوم څخه د (امپراتور) کلمې ليرې کولو هڅه شوې وه، دې خبر د ټولو افغانانو غوسه را پارولې ده او توندې نیوکې کوي.

له پرون را هیسې ګڼو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د سيمه ييزو ارګانونو د پاليسۍ معين سرور جوادي باندې توندې نیوکې کړې دي او له عدلي او قضایي ارګانونو څخه یې غوښتي چې نوموړی دې ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپارل  شي.

نوموړي په هغه استعلام باندې چلېبا او سره کرښه کش کړې وه، چې په کې د افغانستان بنسټ اېښودونکی احمد شاه بابا امپوراطور یاد شوی ؤ او ورسته یې هغه عریضه لیک منلی ؤ چې امپوراطور کلیمه یې ورڅخه لېرې کړې وه.

د ابدالي بنسټ د سیمه ییزو ارګانونو د پالیسۍ معین دا کار غندلی او ویلي یې دي؛

((له بده مرغه له رسنیو څخه مې د ملي نواميسو، وياړونو او افتخاراتو د لوى سمبول لوی امپوراطور احمد شاه بابا ضد خبر ولوست، چې د سيمه ييزو ارګانونو يوه بې بندوباره مرستيال، چې باور دى د پرديو د لاسپوڅي په توګه يې خپله دنده ترسره کړې ده.

دغه دولتي مامور د آسيا د لوى امپراتور لوى احمد شاه بابا له نامه سره د “امپراتور” په وياړ باندې کرښه راايستلې او د هغه له لاسليک څخه يې ډډه کړې ده. بل ليک يې چې په هغه کې د امپراتور کلمه نه ده ليکل شوې هغه يې لاسليک کړى دى))

د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو هم په دې تړاو توندې نیوکې کړې دي. د احسان احسان په نوم یو مدني فعال او فېسبوک کاروونکی لیکي:

«په تاریخي بحثونو کې د هر چا په کړنو د عملي روش سره سم بحث کېدای شي، اما د یوه ټاټوبي بنسټکر ته ور بښلی او ګټلی نوم/مقام په عقده یي ډول چلېپا کول او له منځه وړل د بیا د هېچا حق نه جوړېږي. د هغه چا هم چې د همدې ټاټوبي د تش په نوم ملي وحدت کې را سره کاذبې نغارې وهي»

د نجيب الله ازاد په نوم یو بل فعال په خپل وال د نوموتي ليکوال ګنډا سينګ د هغه کتاب چې په احمد شاه بابا باندې يې ليکلى دى، ځينې انځورونه یې ورسره خپاره کړي دي او ویلي یې دي چې دا کتاب نه کوم افغان او نه هم کوم مسلمان ليکلى دى، بلکې دا کتاب يو سيک ليکلى دى او احمد شاه بابا يې نه يوازې دا چې ستر اتل امپراتور او يوازې د معاصر افغانستان بنسټګر نه بلکې اسيا جوړونکى بللى دى.

دا لومړی ځل نه دی چې د لوی امپوراطور پر وړاندې دا ډول بې باکه خبرې کېږي بلکې تر دې وړاندې هم یو شمېر مغرضو کړیو ورته عمل کړی دی.

عام افغانان له حکومت څخه غواړي چې دا ډول کسان له دندو وشړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum