The news is by your side.

کونړ: بزګرانو سږکال له هندواڼو میلیونونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي

خبریال وېب پاڼه/ کونړ کې سږکال د هندواڼو حاصلات ډیر شوي او ګټه یې هم ډیره ده.

د کونړ ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولین وايي، چې د دې ولایت کروندګرو سږکال د هندواڼو له حاصلاتو  شاوخوا ۴۰ میلیونه افغاني عواید ترلاسه کړي.

د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ رئيس نجیب الله وایي، سږکال د دې ولایت په خاص کونړ، څوکۍ، نرنګ او سرکاڼو ولسوالیو کې څه باندې ۱۰۰۰ جرېبه ځمکه کې هنداونې کرل شوي دي.

نوموړی زیاتوي سږني حاصلات یې د تېرو کلونو په پرتله ډیر زیات وو او بزګران هم خوښ دي.

د کونړ ولایت د کرنې رئیس زیاته کړه، چې سږکال په دې ولایت کې د ۱۰۰۰۰ نیولې تر ۱۲۰۰۰ ټنو هندوانې تولید شوې دي.

نجیب الله خپلو خبرو کې زیاته کړه، د کونړ هندواڼو اخیستلو ته له لرې پرتو ولایتونو خلک هم ورځي.

کروندګر هم خوښ دي، چې سږکال یې د هندواڼو حاصلات تر بل هرکاله ډیر دي او ډیره ګټه یې هم ترې ترلاسه کړې.

خو دوی له کرنې ریاست نه به کرنیزه برخه کې د مرستو غوښتنه کوي او وایي که پر وخت یې لاسنیوی وشي نو په هره برخه کې به یې حاصلات تر نورو ډیر وي.

ځايي خلک هم د نورو سیمو په پرتله کونړۍ هندوانې خوندورې بولي او له دولت او پانکوالو غواړي چې د باغدارۍ سکتور په لا پیاوړتیا پانګونه وکړي.

کرنیز پوهان هم په دې باور دي چې اوسمهال د ډيرو خلکو پام باغدارۍ ته اوښتی او د کرنې ریاست ته هم په کار ده، دې برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

کونړکې د نارنج، لیمو، مالټې، زردالو او الوچو ترڅنګ اوس د چهارمغزو او شفتالوانو په باغونوکې هم میلیونونه افغانۍ پانګونه شوې ده.

د کونړ په ګاونډ ننګرهار کې هم سږکال د هندواڼو حاصلات ډیر ښه وو خو کروندګر یې د پلور په برخه کې شکایتونه لرل.

دوی ویل هر کال یې حاصلات زیات وي خو بیا یې د پلور پرمهال له ستونزو سره مخ وي او د کرنې ریاست ورسره پر وخت مرسته نه کوي.

کروندګر وایي که کرنې ریاست له دوی سره مرسته هم وکړي نو یا پر وخت نه وي او یا هم بې کیفیته توکی ورکوي.

تازه تیره ورځ هم د ننګرهار د کرنې ریاست د شاتو د مچیو پر روزونکو تاریخ تیرې درمل ویشلي وو چې د شاتو مچیو روزونکو بیرته ور سپارلي وو.

کروندګر وایي که مرسته ورسره کیږي پر وخت دې وشي ځکه د دوی په خبره که حاصل یې زیات شي باید ګټه هم ډیره ترلاسه کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.