The news is by your side.

بالیووډ کې د کرېنا شل کلن مزل او د هغې فعالیتونه

خبریال وېب پاڼه/د حسن ملکې او د هندي فلمونه مشهورې اداکارې کرېنا کپور په بالیووډ کې دوې لسزې فعالت بشپړ کړ او لا هم په کې ځلېږي.

شاوخوا شل کاله وړاندې د جون په ۳۰ مه نېته چې له پرون ورځې سره یې سمون درلود، د کرېنا کپور لومړنی فلم نندار ته وړاندې شو او له همغه اول فلم څخه د بالیووډ سینما د یوې مشهورې اداکارې په توګه وپېژندل شول.

نوموړې په لومړیو کې له شاهد کپور سره په ډېرو فلمونو کې کار وکړ، تر دې چې دواړو د مینې اړیکې هم درلودې خو موده وروسته یې پرېکون وکړ او د مینې له اړیکو ووتل.

وړمه ورځ د کرېنا کپور ګڼو مينه والو په ټولنيزو رسنيو کې د هغې په اړه ډېر پوسټونه کړي وو او هغې ته يې په هندي سينما کې د شل کلونو په پوره کولو مبارکي ورکړې وه.

کرېنا کپور چې اوس مهال ٣٩ کلنه ده، د ١٩٨٠ کال د سپتمبر په ٢١مه نېټه د هند په ممبۍ ښار کې زېږېدلې ده. د هغې پلار رندير کپور او مور ببيتا هم د هندي سينما نوموتي ستوري تېر شوي دي او همدا راز مشره خور يې کرشمه کپور هم د خپل وخت نوموتې هنرمنده وه.

څو کاله وړاندې کرېنا کپور د بالیووډ له بل نوم وتي مسلمان ستوري سیف علي خان سره واده وکړ. د سېف علي خان لور ساره علي خان او د هغه مور هم د هندي فلمونو نوموتې څېرې دي.

کرېنا کپور هر وخت په تولنیزو رسنیو او له انځوریزو رسنیو سره به مرکه کې د خپل ژوند په هکله خوشالي څرګنده کړې ده او سیف علي خان یې یو ښه خاوند یاد کړی دی. نوموړې وایي هغه ډېر ښه دی او تل ما په خپله مینه متعجبه کوي.

کرينه کپور خان که څه هم لومړى د هريتک روشن سره د هغه په لومړي فلم (کهو نا پيار هى) کې اخيستل شوې وه، خو د دغه فلم د يو څه حده پورې ثبت نه وروسته د فلم چارې ودرېدې، له هغه وروسته کرينه کپور بيا د ابيشيک بچن سره د هغه په لومړي فلم ريپيوجي کې واخيستل شوه. د کرينې او ابيشيک دغه لومړى فلم و چې که څه هم د خلکو پام يې ډېر خپل نه کړ، خو د کرينه کپور اداکاري خلکو خوښه کړه او د نوې هنرمندې په توګه يې جايزه هم ترلاسه کړه.

په ٢٠٠٧ کال کې د کرينه کپور او شاهد کپور د (جب وي مېټ) په نوم فلم نندارې ته وړاندې شو، دا هغه فلم و چې کرينه کپور يې د هندي سينما د لومړي صف هنرمنده کړه او له هغه وروسته يې شاته ونه کتل.

کرېنا کپور له سېف علي خان سره په ٢٠١٢ کال کې واده وکړ، چې اوس دواړه د تېمور علي خان په نوم يو زوى هم لري.

کرېنا کپور په لسګونه فلمونو کې کار کړی دی او تر ډېره په کې اغېزمنه ثابته شوې ده خو له سیف علي خان سره تر واده وروسته یې په فلمونو کې د اداکارۍ لپاره خپل رول ادا کول هم تر یو ملیون لوړ کړي دي.

وروستی فلم چې کرېنا کپور په کې لوبېدلې ده، هغه د همدې ۲۰۲۰ کال هغه دی چې انګريزي مېډيم او لال سينګ چډها دی خو هېره دې نه وي چې دا فلم تراوسه نه دى ريليز شوى.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.