The news is by your side.

پمپیو: هغه ځایونه معلوم دي کوم چې طالبانوته پيسې ورکوي

خبریال وېب پاڼه/ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو وایي، چې د روسیې او وسله والو طالبانو ترمنځ اړیکه له په خوا راهیسې ده او  د اړیکو دا خبره نوې نه ده.

پمپيو وایي، دوی له دوو لسیزو راهیسې په افغانستان کې اوسیږي او دا هم ورته په واضح ډول معلومه ده چې وسله والو طالبانو ته له کومه ځایه پيسې راځي..

د پمپيو په وینا له روسیې سره یې هم د سپکو وسلو د پلور د درولو په اړه څو ځو ځلې خبرې کړي ځکه د پمپیو په وینا دا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر وړاندې کارول کیږي.

هغه زیاته کړه، چې ګڼ داسې ځایونه شته چې طالبانو ته ترې پيسې راځي.

پمپيو زیاته کړه چې ایران لا هم له طالب وسله والو کلک ملاتړ کوي، د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې یې د جګړې ډګر ته هڅوي او هڅه کوي د سولې روانه پروسه تخریب کړي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې امریکا ته دا ګواښونه نوې خبره نه ده او دوی یې پر وړاندې پوره چمتووالی لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دفاع وزارت د دغه هېواد کانګرېس ته د افغانستان امنیتي حالت په هکله رپوټ کې ویلي چې وسلوال طالبان په هند نیمه وچه کې د القاعده څانګې سره لا هم مرسته کوي.

د وسله والو طالبانو او امریکا ترمنځ د تړون له مخې، دې ډلې منلې، چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو په پیلېدو سره نه پرېږدي، چې د دوی واک کې سیمې پر امریکا د برید لپاره د القاعده په څېر ډلو ته په خوندي مرکز بدلې شي.

خو د پنټګان تازه رپوټ وايي، له القاعده سره اړوند سیمه ییزې ډلې له طالبانو سره نږدي اړیکي جوړوي او د امریکا او نورو هېوادونو پر سرتېرو باندې په بریدونو کې تلپاتې ګټې ویني.

دې رپوټ کې ویل شوي، چې وروستیو میاشتو کې طالبانو هند نیمه وچه کې د القاعده څانګې سره همکاري روانه ساتلې ده.

پنټګان د امریکا کانګرېس ته خپله ارزونه کې ویلي، د هند نیمه وچه کې القاعده څانګه پرلپسې د طالبانو له ټیټ رتبه غړو سره د افغان حکومت په کمزوري کولو کې مرسته کوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د پنټګان د دې رپوټ په هکله څه نه دي ویلي.

یو شمیر سیاسیون بیا په دې برخه کې د امریکا پر نیت بیاځلې د شک خبره کوي او وایي، په تیر تړون کې داسې موارد شته چې ګونګ او هیڅ روښانه دي.

دوی وايي هغه ګونګتیا د دې لامل کیږي چې بین الافغاني خبرې له خنډ سره مخ کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.