The news is by your side.

پنتاګون؛ طالبان لا هم له القایدې سره ژورې اړیکې لري

خبریال وېب پاڼه/د امریکا د دفاع وزارت یا پنتاګون په وروستي راپور کې راځي چې وسله وال طالبان لا هم له القایدې سره ژورې اړیکې لري او په لویو ترهګریزو بریدونو کې ورڅخه مرسته غواړي.

وروسته له هغه چې څو ورځې وړاندې نیویارک ټایمز په افغانستان کې د روسیې لخوا طالبانو او نورو وسله والو ډلو ته د امریکایي سرتېرو د وژنې پر سر د جایزې ورکولو خبر خپور کړی، اوس پنتاګون هم وایي چې طالبان لا هم له القایده شبکې سره ژورې اړیکې لري.

پنتاګون په خپله تازه اعلامیه کې ویلي دي چې طالبان اوس هم د القایدې شبکې له هندي څانګې سره ژور تعلقات لري.

دا پبه داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکا د تړون له مخې دې ډلې منلې وه چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو په پیلېدو سره به چا ته اجازه ور نه کړي چې د دوی تر واک لاندې سیمو کې پر امریکا د برید لپاره د القاعده په څېر ډلو ته په خوندي مرکز بدلې شي.

خو اوس د امریکا دفاع وزارت په خپل تازه رپوټ وايي، له القاعده سره اړوند سیمه ییزې ډلې له طالبانو سره نږدي اړیکي جوړوي او د امریکا او نورو هېوادونو پر سرتېرو باندې په بریدونو کې “تلپاتې ګټې” لري.

سرچینه زیاتوي چې په دې وروستیو میاشتو کې طالبانو د هند نیمه وچه کې د القاعده څانګې سره همکاري روانه ساتلې ده.

د سولې په بهیر کې له وروستیو پرمختګونو سره سره، هند نیمه وچه کې القاعده څانګه، ممکن د خوندیتوب او روزنې لپاره په افغانستان کې له طالبانو سره نږدې اړیکي لري.

پنټګان د امریکا کانګرېس ته خپله ارزونه کې ویلي، د هند نیمه وچه کې القاعده څانګه پرلپسې د طالبانو له ټیټ پوړو غړو سره د افغان حکومت په کمزورولو کې همکاري کوي.

کارپوهان په دې باور دي چې د طالبانو لخوا د بریدونو زیاتېدل او په ټول هېواد کې د تاوتریخوالي لوړېدل د دغې دواړو ډلو په ژورو اړیکو او د پاکستان د استخباراتو د ملاتړ ښکارندویي کوي.

په ورته وخت کې د ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبرایان ویلي، که هغه راپور تایید شي چې روسیې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ور کولې، نو امریکا باید پرېکند ځواب ور کړي.

پنتاګون وایي طالبان باید له بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او اجازه ورنکړي چې د دوی تر نفوذ لاندې سیمو کې القایده او نورې اورپکې ډلې ځانته ځای جوړ کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance