The news is by your side.

قریشي امریکا ته؛ موږ ترهګر ځپو، تاسې مو نه ستایئ

خبریال وېب پاڼه/د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره په خبرو کې ویلي چې دوی په ترهګر ځپلو کې تل مرسته کړې خو امریکا یې نه ستایي.

د مکارۍ بله څپه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره په خبرو کې ویلي چې دوی په ترهګر ځپلو کې تل مرسته کړې خو امریکا یې نه ستایي.

دا خبرې وروسته له هغه کېږي چې وړمه ورځ ډاکتر زلمی خلیلزاد پاکستان ته تللی دی او د دغه هېواد له چارواکو سره په افغان سوله او د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلېدو لپاره د پوځ او نورو چارواکو سره وویني تر څو طالبانو باندې فشار راوړي.

پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ روزنې او ساتنې اصلي لوبغاړی بلل کېږي چې ټوله منځنۍ او جنوبي اسیا یې په ترهګرو ډلو باندې نا آرامه کړې ده.

دوې ورځې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي سیمې ته یو ځل بیا سفرونه پیل کړل. نوموړی به له پاکستان سربېره ازبکستان او قطر ته هم سفرونه ولري.

شنونکي وایي چې پاکستان اوس په دې هڅه کې دی چې د سولې په نوم د افغان وژنې رواه لړۍ په خپله ګټه را وڅرخوي او نړۍ ته وښیي چې دوی خو یوازې د سولې غوتونکي دي. په داسې حال کې چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې اوس هم د ترهګرو ډلو په انسجام او همغږۍ لګیا دی تر څو په افغانستان کې اړې دوړې جاري وساتي.

په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو تر بل هر وخت تاوتریخوالی زیات کړی دی او هره ورځ لسګونه افغانان په شهادت رسوي. په داسې حال کې چې اوس د روانې جګړې لپاره هېح دیني او شرعي توجیه نشته ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.