نور؛ د رباني پر ځای مو عنایت الله د جمیعت مشر کړ
خبریال وېب پاڼه/د بلخ پخوانی والي او د ولسمشر غني اوسنی ملګری استاد عطاء محمد نور په خپله فېسبوک پاڼه باندې لیکلي دي چې د جمیعت په رهبرۍ کې یې بدلون راوستلی دی.
وروسته له هغه چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د جمیعت ګونډ ټوټه ټوته شو او په مختلفو سیاسي تشکیلاتو کې را څرګند شو، اوس د بلخ پخواني والي خبر ورکړی چې د جمیعت رهبري یې بدله کړې ده او د صلاح الدین رباني پر ځای یې عنایت الله شاداب د دغه ګوند مشر تاکلی دی.
نوموړي پر خپلې فیسبوک پاڼې د جمیعت ګوند هغه اعلامیه خپره کړې، چې په دې اړه یې د عطامحمد نور په مشرۍ پرونۍ غونډه کې صادره کړې.
په اعلامیه کې راغلي، چې د صلاح الدین رباني د ګوښه کیدو پریکړه د جمیعت ګوند د رهبرۍ شورا له درېیو څخه دوو برخو کړې ده.
اعلامیه زیاتوي چې د ګوند د عمومي غونډې د تدارک کمیسون ته د عمومي غونډې د زر ترسره کولو دنده سپارل شوې، چې په وینا یې د یادې غونډې تر جوړیدو به د جمیعت د رهبرۍ شورا غړی استاد سید عنایت الله شاداب د یادې شورا سرپرست مشر وي.
د جمیعت ګوند له ادرسه په دې اعلامیه کې د سولې د روانو هڅو ملاتړ شوی او د مصالحې عالي شورا په مختلفو سطحو کې د ګوند پر ګډون ټینګار شوی.
جمیعت ګوند همدا شان په حکومت کې پر خپل فعال حضور هم ټینګار کړی.
په اعلامیه کې عطامحمد نور، اسماعیل خان، یونس قانوني او بسم الله محمدي د دغې پریکړې مطرح ملاتړي یاد شوي.
ویل کېږي چې د جمیعت ګوند د رهبرۍ شورا له ۶٢ غړو څخه ۴۷ تنو یې یاده پریکړه تایید کړې ده.
صلاح الدین رباني په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
په جمیت اسلامي ګوند کې له وروستیو راهیسې د سختو اختلافاتو خبرونه ورکول کیدل.
تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې هم دغه ګوند پاشلی دریځ درلود او مخکښ کسان یې مختلفو ټاکنیزو ټکټونو کې وېشل شوي وو.
د یادونې وړ ده چې سپه دې وروستیو کې له لویو مخالفتونو وروسته ډاکتر عبدالله او عطا محمد نور یو ځل بیا له یو بل سره سد اړیکو پر جوړولو لګیا دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.