د ننګرهار ارګ ته د سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی

خبریال وېب پاڼه/په دې وروستیو کې د ننګرهار ولایت دره نور ته چې د سیمې ډېری خلک یې د ننګرهار ارګ بولي، د سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی.

د ننګرهار ولایت دره نور چې ډېری خلک یې د دغه ولایت ارګ بولي، په دې وروستیو کې د سیلانیانو ورتګ ور زیات شوی دی. دغه غرنۍ او آباده سیمه په ننګرهار کې تر تولو امن سیمه بلل کېږي چې سیلانیان په پوره ډاډ د مېلو لپاره ورځي.

د ننګرهار دره نور ولسوالۍ شنو سیمو ليدلو او ګورګورو ټولولو په موخه د سيلانيانو تګ راتګ زيات شوی دی. د دره نور ولسوالۍ برکوټ هغه سيمه ده، چې په کې ګورګورې پخې شوي دي او ځوانان د سرسبزه ځايونو ليدلو او ګوروګورو خوړلو په موخه ورځي.

د يادې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ځوانان ميلې کوي او له ځان سره کورونو ته ګوګورې هم وړي.

په دې سيمه کې دوه ډوله ګورګورې کيږي، چې يو ډول يې بېره او بل ډول يې په خپله ګورګورې دي.

دره نور د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار شمال ته ۳۵ کیلو مترۍ کې موقعیت لري،  چې دریو خواو ته يې جګ، جګ غرونه پر طبعي ځنګلونو پوښل شوي دي، پر دغو غرونو تل د سپينو واورو امبارونه داسې جوړ وي لکه سپین څادر چې  پرې غوړیدلی وي.

د دغه ولسوالۍ هوا په اوړي او ژمې کې سړه وي او د اوسیدو لپاره يې چاپيریال ډېر مناسب دي. لویو،لویو شنو منظرو دغه سیمې ته یو ځانګړی جعرافیوي  اهمیت بښلی او د ګڼو سیلانيانو توجه يې ځانته اړولې ده.

که څه هم ننګرهار په اوړي کې د مېلو لپاره مناسب ځای نه دی خو دغه سیمه چې د غرونو په لمر کې را ګیر دی، هر وخت د سیلانیانو لپاره وړ ځای بلل کېږي. دغې سیمې ته هره ورځ لسګونه خلک د چکر لپاره ورځي او خپلې شېبې په کې رنګینې کوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More