The news is by your side.

که طالبان تاوتریخوالی کم نه کړي په خپلو ژمنو بیا غور کوو

خبریال وېب پاڼه/د ولسمشر دویم مرستیال په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي دي چې که طالبان له تاوتریخوالي لاس نه خلي، حکومت به په خپلو کړو ژمنو له سره غور وکړي.

د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش په خپلو وروستیو څرګندونو کې طالبانو ته ګوت څنډنه کړې ده چې که له تاوتریخوالي لاس وا نخلي، حکومت به په خپلو کړیو ژمنو له سره غور وکړي.

ښاغلي دانش دا خبرې نن چهارشنبه په کابل کې یوې غونډې ته وکړې.

هغه وویل د افغانستان حکومت د سولې په تړاو پر خپلو ټولو ژمنو ولاړ دی، خو که چیرې طالبان جګړې او تاوتریخوالي ته همداسې دوام ورکوي، نو دوی به هم پر خپلو ژمنو بیا غور وکړي.

بله خوا، افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان مشرانو ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره د سولې په تړاو ویډیویي خبرې کړي دي.

د مصالحي عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله په یوه اعلامیه کې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې، د تاوتریخوالي کمیدل او د زندانیانو د خلاصون بهیر بشپړیدل د دغو خبرو غټ ټکي بللي دي.

ښاغلي خلیلزاد د اوزبیکستان په پلازمینه، تاشکند کې د افغان سولې په تړاو له خبرو اترو وروسته اسلام اباد ته رسیدلی دی.

قطري چارواکو څو ورځې وړاندې وویل کیدای شي چې د افغانانو ترمنځ د سولې خپلمنځي خبرې په روانه جولای میاشت کې په قطر کې پيل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د سولې او بین الافغاني مذاکراتو لپاره یو ځل بیا په کور د ننه او بهر هلې ځلې زیاتې شوې دي خو وسله وال طالبان لا هم په جګړه کې اخته دي او هره ورځ لګونه افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د سرور دانش خبرو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.