سږ به د پروان په زردالیو کې لس سلنه زیاتوالی راشي

خبریال وېب پاڼه/د پروان ولایتي چارواکي وایي چې تمه ده سږ کال د دغه ولایت په لر او بر کې کې د زردالیو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

د پروان ولایتي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې به سږ کال د اټکل له مخې د زردالیو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راشي او ۲۶ زره مټريک ټنه زردالو به بازار ته وړاندې کړي.

یاد شوي ولایت کې د کرنې اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د دې ولایت د زردالو حاصلات ۲۶ زره مټریک ټنه اټکل شوي، چې دا د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیات والی ښيي.

د پروان د کرنې رییس عبدالوهاب خیرزاد افغانیې ته ویل، ښه مدریت، د هوا ښه حالات، د اوبو زیات والی او د طبیعي پېښو کموال هغه څه دي، چې سږکال ور سره د زردالو په حاصلاتو کې زیات والی راغلی دی.

د ښاغلي خیرزاد د مالوماتو له مخې اوس مهال په له بزګر څخه په بڼ کې یو من زردالو د سوداګر له لوري په ۱۵۰ افغانۍ اخیستل کېږي، چې دا دښه بازار په مانا ده:

یاد ریاست مالومات ښيي، په دې ولایت کې پر ۲۲۹۰ هکټاره ځمکه چې ډېره برخه یې د غوربند په دره کې ده، د زردالو څلور ډوله قیسي، امیري، سنګايي او سفیدک ونې کرل شوي چې د تازه زردالو تر څنګ کشته هم ترې ترلاسه کېږي.

په پروان کې د انګورو او مڼو تر څنګ زردالو هغه مېوه ده، چې په ډېره اندازه بڼونه لري او د وچه‌ولو لپاره به یې ۱۰۰ دستګاوې پر بزګرانو ووېشل شي.

په دې وروستیو کې په ټولو ولایتونو کې د کرنې او زراعت سکټور ته د حکومت پاملرنه زیاته شو ېده او هڅه کېږي چې له همدې لارې افغانستان د خوراکې په برخه کې پر ځان بسیا کړي او له بهر سره د مېوه جاتو او غلو دانو را واردولو او دغه راز د کورنیو زراعتي پیداوارو لپاره منظم صادراتي سیستم جوړ کړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More