سږ به د پروان په زردالیو کې لس سلنه زیاتوالی راشي
خبریال وېب پاڼه/د پروان ولایتي چارواکي وایي چې تمه ده سږ کال د دغه ولایت په لر او بر کې کې د زردالیو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.
د پروان ولایتي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې به سږ کال د اټکل له مخې د زردالیو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راشي او ۲۶ زره مټريک ټنه زردالو به بازار ته وړاندې کړي.
یاد شوي ولایت کې د کرنې اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د دې ولایت د زردالو حاصلات ۲۶ زره مټریک ټنه اټکل شوي، چې دا د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیات والی ښيي.
د پروان د کرنې رییس عبدالوهاب خیرزاد افغانیې ته ویل، ښه مدریت، د هوا ښه حالات، د اوبو زیات والی او د طبیعي پېښو کموال هغه څه دي، چې سږکال ور سره د زردالو په حاصلاتو کې زیات والی راغلی دی.
د ښاغلي خیرزاد د مالوماتو له مخې اوس مهال په له بزګر څخه په بڼ کې یو من زردالو د سوداګر له لوري په ۱۵۰ افغانۍ اخیستل کېږي، چې دا دښه بازار په مانا ده:
یاد ریاست مالومات ښيي، په دې ولایت کې پر ۲۲۹۰ هکټاره ځمکه چې ډېره برخه یې د غوربند په دره کې ده، د زردالو څلور ډوله قیسي، امیري، سنګايي او سفیدک ونې کرل شوي چې د تازه زردالو تر څنګ کشته هم ترې ترلاسه کېږي.
په پروان کې د انګورو او مڼو تر څنګ زردالو هغه مېوه ده، چې په ډېره اندازه بڼونه لري او د وچهولو لپاره به یې ۱۰۰ دستګاوې پر بزګرانو ووېشل شي.
په دې وروستیو کې په ټولو ولایتونو کې د کرنې او زراعت سکټور ته د حکومت پاملرنه زیاته شو ېده او هڅه کېږي چې له همدې لارې افغانستان د خوراکې په برخه کې پر ځان بسیا کړي او له بهر سره د مېوه جاتو او غلو دانو را واردولو او دغه راز د کورنیو زراعتي پیداوارو لپاره منظم صادراتي سیستم جوړ کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.