The news is by your side.

له اوږدو جنجالونو وروسته د روان کال بودیجه تصویب شوه

خبریال وېب پاڼه/ولسي جرګې نن چهارشنبې د جولای میاشتې په لومړۍ نېټه وتوانېدل چې د روان ۱۳۹۹ ل کال بودیجه د رایو په اکثریت تصویب کړي.

بالاخره نن چهارشنبې د روانې جولای میاشتې په لومړۍ نېټه وتوانېدل چې د روان ۱۳۹۹ ل کال بودیجه د رایو په اکثریت تصویب کړي.

ولسې جرګې د رایو په اکثریت سره نن د جولای میاشتې په لومړۍ چې د چنګاښ میاشتې له ۱۱ مې نېټې سره سمون خوري د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجوي تعدیلات تصویب کړل.

په ولسي جرګه کې د مالي کمیسیون منشي سید عظیم وویل چې ولسي جرګې دغه طرحه له ځینو بدلونونو سره تصویب کړه. نوموړی زیاتوي چې دا طرحه د حکومت له لوري د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې برخه کې د ځانګړې شوې بودیجې او دغه راز د ځینو کودونو د تعدیل په موخه ولسي جرګې ته استول شوې وه.

په ورته وخت کې د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندېوال له ولسي جرګې مننه کړې چې روان بیړني حالت ته په کتو سره یې بودیجوي تعدیلات تصویب کړل، چې د دې تعدیلاتو له تصویب سره حکومت کولی شي د کرونا ویروس خپریدو له امله اوسنیو ستونزو ته په سمه توګه رسیدنه وکړي.

د مالیې وزارت ویلي، د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجه په هیواد کې د کرونا ویروس له خپریدو وړاندې ترتیب شوې وه چې په هغه وخت کې د داسې خطرونو وړاندوینه نه وه شوې، په همدې اساس حکومت له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره په ملي بودیجه کې یو لړ تعدیلات راوستل.

 د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجه د کال د پیل په پرتله ۱۸ میلیارده افغانۍ زیاته شوې چې ۱۲.۲ میلیارده افغانۍ په پراختیایې او ۵.۷ میلیارده په عادي بودیجه کې زیاتوالی راغلی، له بودیجوي تعدیلاتو وروسته د روان مالي کال بودیجه په ټوله کې ۴۴۶ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۹۴ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۱۵۱ میلیارده یې پراختیایې بودیجه جوړوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.