The news is by your side.

دوستم ته د مارشالۍ حکم کابو شل ورځې وروسته رسنیز شو

خبریال وېب پاڼه/ د ډاکتر اشرف غني او عبدالله تر منځ د واک وېش کې تر ټولو جنجالي برخه چې نه یوازې غني یې په ورکړه کې زړه نا زړه ؤ، د ملت لپاره هم د منلو وړ نه، هغه جنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ ورکړه وه.
له مخالفتونو او د عامو افغانانو له توندو نیوکو سره سره ډاکتر غني عبدالله ته د واک له نیمولو سربېره جنرل دوستم ته د مارشالۍ رتبه په داسې حال کې ورکړه چې کابو شل ورځې یې حکم پټ ساتل شوی ؤ او بلاخره تېره شپه په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو.
د جنرال دوستم زوی باتور دوستم هم د دغه فرمان له امضاء کولو پخلی کړی دی او په خپل ټویټر باندې یې له اشرف غني څخه مننه او پلار ته یې مبارکي ورکړې ده.
جنرال دوستم ته د مارشالۍ د رتبې ورکړه د ډاکتر عبدالله او اشرف غني د سیاسي موافقې یو آساسي شرط و چې ښاغلي عبدالله ایښی و.
د ولسمشرۍ له انتخاباتو او د هغو د پایلو له اعلانه وروسته عبدالله عبدالله د انتخاباتو پایلې رد کړې او د موازي حکومت د اعلانولو پټکه یې وکړه، تر دې چې د ولسمشر په توګه یې د لوړې مراسم جوړ کړل خو بالاخره د نیمايي وزارتونو د ترلاسه کولو په شرط د موازي حکومت له ادعا تېر شو.
د پنځوس سلنه وزارتونو ترڅنګ د ښاغلي عبدالله یو شرط دا و چې په انتخاباتو کې د ده متحد عبدالرشید دوستم ته به د مارشالۍ رتبه ورکول کېږي.
دوستم، چې د لوېدیځ د بشري حقونو ټولنې یې په پراخو سرغړونو تورنوي، د زرګونو طالب بندیانو په وژلو هم تورن دی. د ده مارشالي کېدای شي چې د سولې پر پروسې هم منفي اغېز ولري.
جنرال دوستم ته د نجیب الله جنرالي ورکړې وه، او د مجاهدینو د حکومت مشر صبغت الله مجددي ستر جنرالي ورکړې وه.
په ورته وخت کې د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو د ولسمشر غني په دغې کار باندې توندې نیوکې کړې دي او دا یې د تاریخ لپاره ستر شرم بللی دی.
جنرال دوستم په تېر تاریخ کې د پښتنو او نورو قومونو په قتل عام باندې تورن دی او ډېری خلک ادعا کوي چې د طالب او نورو ډلو په نوم یې سلګونه او زرګونه پښتانه قتل عام کړل.
د یادونې وړ ده هغه حکم چې دوستم ته د مارشالۍ رتبه په کې ورکړل شوې ده، له نن څخه څه د پاسه شل ورځې وړاندې د جوزا میاشتې په ۲۱ مه نېټه لاسلیک شوی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.