پاکستاني پوځیانو داوړ په کورمه کې له فاتحې را ګرځولی
خبریال وېب پاڼه/د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه غړی محسن داوړ په کرمه اېجنسۍ کې د هغو کسانو فاتحې ته ور روان ؤ چې څو ورځې وړاندې په کې د ځمکې پر سر د قومي جګړې له امله ۱۲ کسان ووژل شول او څه د پاسه ۴۰ نور ټپیان شول.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران دغه پېښه هم د پاکستاني ریاست یو فرېب او چال ګڼي او زیاتوي چې دوی په قصده د دغو قومونو تر منځ ستونزې را ولاړوي تر څو د پي ټي اېم فعالیتونه اغېزمن کړي.
پاکستان له تېرو څو لسیزو را هیسې د ډیورنډ تپل شوې کرښې په اودو کې د پښتون وژنې او ربړونې لپاره خپل شوم حرکتونه پیل کړي دي. که له یوې خوا په یوه او بل نوم پښتانه په مرموز ډول په شهادت رسوي، بل پلو په همدې سیمو کې د ترهګرۍ لوی روزنځایونه لري چې لسګونه ترهګرې شبکې په کې روزي او سیمې ته یې د نارامۍ په موخه استوي.
وسله وال طالبان او داعش په همدې شمالي وزیریستان او خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د څارګرې ادارې هغه سرتېري دي چې په سیمه کې ترهګري چلوي.
ویل کېږي په کورمه کې د ابراهیمزو او بالیشخېلو وګړو له پاړه څمکنیو سره د ځمکې پرسر له تېرو پنځو ورځو راهیسې په نښته کې ۱۲ تنه وژل شوي او تر ۴۰ زیات ژوبل دی. په سیمه کې پنجشنبه له ښکېلو غاړو سره تر ناستې پس اوربند شوی دی.
له کورمې تر وزیرستانه پر شاملاتي ځمکو د قبیلو خپلمنځۍ نښتې رواني دي چې پښتون ژغورنه غورځنګ یې د ریاست لخوا یو لوی سازش بولي.
د کورمې په مرغه چینه کې د ابراهیمزيو، بالیشخېلو او پاړه څمکنیو ترمنځ جګړه هله ونښته چې پر یوه لانجمنه ځمکه یوه فريق خېمې لټولې او مورچې یې جوړولې.
په کورمه کې د مرغه چینې سیمې په شان ډېر ځایونه داسې دي چې په لنډ وخت کې ورباندې د ملکیت او قبضو لپاره د مختلیفو قومونو او قبیلو ترمینځ جګړې شوې چې پکې سخت ځاني زیانونه ورته اوښتي دي.
دری ورځې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د کورمې په قبیلو غږ وکړ چې د دوی د ستونزې تر منځ به منځګړیتوب وکړي خو دوی ورته ځانګړی غبرګون ښودلی نه دی. شنونکي وایي ښایي له همدې امله ښاغلي محسن داوړ هڅه کوله چې د دوی تر منځ را پورته شوې ستونزه کې د منځګړیتوب وړاندیز وکړي چې د پاکستاني پوځیانو له خوا پرې نه ښودل شو.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.