The news is by your side.

ننګرهار کې د شوکاڼو فابریکو ۲۰ زره کار کوونکي وزګار شوي

خبریال وېب پاڼه/د کرونا وبا په راتګ سره د هېواد په کچه د وزګارۍ ګراف ورځ تر بلې سلوړېږي او دې چارې خلک سخت اندېښمن کړي دي.

په ننګرهار ولایت کې د شوکاڼو شاوخوا ۳۴ فابریکې له تېرو دریو میاشتو را هیسې په ټپه ولاړې دي چې له امله یې څه د پاسه ۲۰ زره کار کوونکي وزګار شوي دي.

ولایتي مسؤلین وایي که دغې فابریکو ته ځانګړې پاملرنه و نه شي، ښایي د سقوط له خطر سره مخ شي.

د دغه ولایت ننګرهارکې د شوکاڼي د اتحادیې مسولان داسې مهال په دې ولایت کې د دوی ۳۴ فابریکو له سقوط خبر ورکوي، چې په ټول هېواد کې د کرونا وبا له امله ګڼو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي او د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې هم په خورا سختۍ پوره کوي.

دوی یې علت د دولت له لوري د فابریکو مسولانو ته د قراردادونو نه ورکړه یادوي.

ننګرهارکې د شوکاڼي د اتحادیې مسؤل دلارو جرنېل زاده وایي، د یادو فابریکو د کارونو د دریدو له امله تر ۲۰ زره زیات ځوانان بې روزګاره شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې ولایت کې ګڼې فابریکې د څو میاشتو راهیسې د قراردادونو د نه لرلو له امله په ټپه ولاړې دي.

جرنېل زاده زیاته کړه، چې هېواد کې یې پانګه اچونه کړې او هرکال له همدې فابریکو ۵۰۰ میلیونه افغانۍ عواید د حکومت خزانې ته ورځي.

بل لورته د کانونو او پطرولیم وزارت مسولان بیا د بیا ځلې قرارداد کولو ډاډ ورکوي.

دوی وایي دوی به له هغو شرکتونو سره قرارداد وکړي کوم چې په هېواد دننه پروسس چارې ترسره کړي.

په دې وروستیو کې که له یو پلوه کورنیو محصولاتو ته توجه زیاته شوې ده، بل پلو د کرونا وبا له امله په ټول هېواد کې ځینې بنیادي فابریکې د سقوط له خطر سره مخ شوې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.