The news is by your side.

ارګ؛ د غضنفر جنازې ته ځانګړي مراسم نیسو

خبریال وېب پاڼه/ په اقتصادي چارو، د سوداګرۍ پراختیا او د بېوزلۍ لکمولو په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمد یوسف غضنفر تېره ورځ د کرونا وبا له امله ساه ورکړه.

په اقتصادي چارو، د سوداګرۍ پراختیا او د بېوزلۍ لکمولو په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمد یوسف غضنفر پرون ماښام له کرونا وبا څخه خپل ابدي ژوند ته لبیک ووایه، ولسمشر غني یې په مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او وایي چې جنازې او تدفین ته به یې ځانګړي مراسم نیسي.

یوسف غضنفر د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د ولسمشر غني فوق العاده استازی و. نوموړی تېره شپه د کرونا ناروغۍ له کبله ومړ.

څو ورځې وړاندې نوموړی د کرونا وبا له امله په سردار محمد داود خان نظامي روغتون کې د کوما حالت ته لاړ چې بیا یې په بېړنۍ توګه ترکیې ته د درملنې لپاره واستاوه.

ویل کیږي، چې هغه په ترکیه کې درملنې لاندې و، خو آخر یې د ژوند پور پرې کړ.

ولسمشر غني پخپل پيغام کې ویلي، چې ارواښاد محمد یوسف غضنفر حلیم، خیرخواه، ولسي او ملي شخصیت و.

د هغه په خبره، نوموړي په متحد افغانستان باور درلود او تل یې د خپلو خلکو د خیر او کامیابۍ لپاره هڅې کولې.

ولسمشر غني د یوسف غضنفر مړینه د هیواد او نظام لپاره یوه ستره ضایعه بللې ده او نوموړي ته یې د برین جنت او کورنۍ ته یې د لوړې حوصلې مراتب وړاندې کړي دي.

ښاغلی غني زیاتوي چې ارواښاد د افغانستان د ابادۍ او له بېوزلو او اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره جدي کارونه پیل کړي وو او ویاړم چې یو دغه ډول رښتینی او د خلکو خدمتګار شخصیت مې نږدې همکار و.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د یوسف غضنفر په مړینې له خبرېدو سره سم ولسمشر د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د هغه له کورنۍ سره په ټلیفوني تماس غمشریکي وکړه او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه ترڅو د محمد یوسف غضنفر د جنازې د مراسمو او خاورو ته سپارلو رسمي تدابیر ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په ټول هېواد کې د کرونا وبا له امله څه د پاسه ۹۱۸ کسان مړه شوي او تر ۱۷ زرو زیات بېره ورڅخه رغېدلي هم دي. د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې شاوخوا ۳۲ زره او ۴ سوه کسان په کرونا وبا ککړ دي.

یوسف غصنفر په کوما حالت کې ترکیې ته انتقال شو

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance