The news is by your side.

خلیلزاد د اقتصادي پلاوي په ملتیا له طالب مشرانو سره کتلي

خبریال وېب پاڼه/وروسته له هغه چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی کابل، اسلام آباد او تاشکند ته سفرونه وکړل، تېره شپه ناوخته یې په دوحه کې له طالب مشرانو سره هم د یوه اقتصادي پلاوي په ملتیا لیدنه وکړه.

ویل کېږي دواړو لوریو چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي مطلق القحطاني هم په کې برخه لرله، د بین الافغاني خبرو په ژر پیلېدو او دغه راز د بندیانو په ژر خوشي کولو باندې خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې ولسمشر غني له ملي تلویزیون سره په خبرو کې وویل چې دوی به بې قید او شرطه طالب بندیان خوشي نه کړي خو په وینا یې چمتو دي له دغې وسله والې ډلې سره د سولې پّ راتګ کې د تل په څېر انعطاف وښیي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل وروستي بیان کې د خلیلزاد د طالبانو له مرستیال او د قطر د دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره د پنجشنبې په ورځ په دوحه کې له شوې لیدنې څخه پخلی کړی دی او وایي چې دواړو لوریو د سولې په روانه پروسه او د بین الافغاني خبرو په پیدلېدو بحث کړی دی.

که څه هم طالبانو او د امریکا ځانګړي استازي تر اوسه پورې د بین الافغاني خبرو د وخت په هکله څه نه دي ویلي خو د حکومت یو شمېر چارواکي وايي چې روانه جولای به د دواړو خواوو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې په ۲۰۱۵ م کال کې هم د پاکستان په مري ښارګي کې د افغان حکومت او طالبانو لومړنۍ خبرې د جولای په میاشت کې شوې وې.

ویل کېږي چې له خلیلزاد سره د امریکا د نړیوالې پراختیا د پانګونې شرکت اجرايي ريیس اډم بولر ملګری و. له خلیلزاد سره په روان سفر کې د بولر په مشرۍ یو اقتصادي پلاوی ملګری دی او هڅه کوي چې د سیمې هیوادونه اقتصادي همکاریو ته وهڅوي.

په دې ورستیو کې که له یو پلوه د بین الافني مذاکراتو لپاره هلې ځلې زیاتې شوې دي، بل پلو په ټول هېواد کې د تاوتریخوالي ګراف په کم سارې توګه لوړ شوی دی چې ولس او حکومت یې سخت اندېښمن کړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.