The news is by your side.

آی سي سي له سریلانکا نه د درغلیو شواهد وغوښتل

خبریال وېب پاڼه/د کرېکټ نړیوالې شورا د سریلانکا د سپورټ وزیر د هغې ادعا په غبرګون چې ګواکې په ۲۰۱۱ کال کې یې نړیوال جام پر هند خرڅ کړی ؤ، د اسنادو او شواهد غوښتنه وکړه.

موده مخکې د سریلانکا د سپورټ وزیر ادعا وکړه چې دوی د ۲۰۱۱ کال نړیوال جام ګټلی شوی خو په وینا یې دوی پر هند باندې خرڅ کړی ؤ، دې خبرو ته که څه هم هند کوم غبرګون نه دی ښودلی خو آی سي سي تېره ورځ له سریلانکا څخه د شواهدو او اسنادو غوښتنه وکړه.

په کرېکټ کې پخوا هم د فساد او درغیلو ځینې پېښې شوي دي چې د کرکټ د نړیوالې شورا د فساد ضد څانګې ښکېلو لوبغاړو او نورو کسانو ته سزاوې ورکړې دي خو دا چې د سریلانکا او اوسنۍ ادعا باندې به دوی څه وکړي، لا څرګنده نه ده.

که څه هم د کرکټ‌ نړیواله شورا وايي چې تر دې دمه له دغې شورا سره هېڅ ډول داسې اسناد او شواهد نه دي شریک شوي چې په هغې لوبې کې د فساد او درغلیو په اړه پلټنو ته لار پرانیزي.

په ورته وخت کې د سریلانکا د کرکټ د لوبډلې د هغه مهال کپتان کمار سنګاکارا د سریلانکا د سپورټ له وزارت څخه غوښتي چې د خپلې ادعا په اړه اسناد او شواهد وړاندې کړي.

نوموړي په خپل ټویټر کې د سریلانکا د سپورټ له وزیر څخه غوښتي دي‌ چې د خپلې ادعا په اړه دې ټول اسناد نړیوالې شورا ته وسپاري چې د فساد ضد کمېټه او د پولیسو څانګه یې په اړه پلټنې وکړي.

له دغې ادعا وروسته د سریلانکا د سپورټ وزارت کمار سنګاکار وروباله چې په دې اړه ورسره خبرې وکړې.

سیمه ییزې رسنۍ وايي چې پولیسو د سپورت په وزارت کې له ښاغلي سنګاکارا سره اته ساعته خبرې کړې.

تر دې دمه د هند کرکټ بورډ، چې د ۲۰۱۱ نړیوال جام یې ګټلی، څه نه دي‌ ویلي.

د یادونې وړ ده، دا لومړی ځل دی چې د کرکټ د نړیوال جام په پایلوبې کې د دومره لوی فساد ادعا کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.