The news is by your side.

ټرمپ پخپله بې پروایۍ د امریکایانو له وژلو ناخبر دی

خبریال وېب پاڼه/په امریکا متحده ایالاتو کې د را روانو ولسمشریزو تاکنو په راتګ سره په دغه هېواد ګې سیاسي کشمکشونه هم په کم سارې توګه زیات شوي دي.

د امریکا له ډیموکرات ګوند څخه را روانو ټاکنو ته ولاړ نوماند جو بایډن په ډونالډ ټرمپ باندې توندې نیوکې کړې دي او نوموړي ته یې د یو بې پروا مشر خطاب کړی دی چې په خبره یې د خپلې بې کفایتۍ له امله د خپلو پوځیانو له وژلو نا خبره دی.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې تېره اونۍ نیویارک ټایمز یو استخباراتي راپور خپور کړ چې په کې راغلي وو، روسیه هغو وسله الو طالبانو ته جایزې ورکوي چې امریکایي پوځیان وژني.

دې راپور په امریکا او سیمه کې غوغا جوړه کړه او دری ورځې مخکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغه افغان نوم هم خپور کړی چې له روسیې څخه به یې د تاجکستان له لارې طالبانو ته پیسې لېږدولې.

جو بایډن ټرمپ ته په اشاره وایي چې که نوموړی له دغې استخباراتي معلوماتو خبر نه وي یا ورته چارواکو څه ویلي نه وي نو دا هم خپل کار په سمه توګه نه کول دی. ‌او که چېرې ولسمشر خبر کړل شوی وي او هغه څه نه وي کړي نو دا هم په سمه توګه خپله دنده سر ته نه رسول دي.

د جنورۍ په میاشت کې هم جو باېډن ویلي وو چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ایراني جنرل د وژلو د امر په ورکولو امریکا د ایران سره جګړې ته نږدې کړې وه.‌ ایران د امریکايي برید په ځواب کې په عراق کې په امریکايي پوځي مرکز بریدونه ترسره کړي وو.

هغه وخت باېډن ویلي وو، چې زموږ د ایتلافي هېوادونو یا کانګرس سره د مشورې بغیر او د دغه برید د نتیجو ته د کتنې پرته، زما په فکر دا په خطرناکه توګه یو نا اهله ګام وو.

خو د یادونې وړ ده چې د جو باېډن نظر بیا په افغانستان او منځني ختیځ کې د جګړو ختمولو، ‌د شمالي کوریا سره د دغه هېواد د ایټمي پروګرام د تړلو لپاره خبرې اترې جاری ساتلو، او په هانګ کانګ کې د چین د بشري حقونو سرغړونو پرضد د صدر ټرمپ د فکر سره نږدې ښکاري.

په ورته وخت کې یو شمېر انتقاد کونکي بیا پوښتنه کوي چې باېډن به نړیوال ځواب ویلو کې څومره موثره وي پداسې مهال چې د ډیموکرېټک ګوند کيڼ اړځ د پوځي مداخلو مخالفت کوي. او بیا په امریکا کې دننه ستونزې چې باېډن به ورسره مخ کېږي لکه د کرونا وبا، په لویه کچه بې روزګاري او په امریکا کې د تور پوستو د احتجاج وروسته د رنګ په اساس تفریق.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.