د دایکنډي د بادامو حاصلاتو کې د ۲۵ زره ټنه زیاتوالی

خبریال وېب پاڼه/د ډایکنډي ولایتي مسؤلین په دغه ولایت کې د سږنیو بادامو په حاصلاتو کې د ۲۵ زره ټنه زیاتوالي خبر ورکوي.

د هېواد په مرکزي او واړه ولایت ډایکنډي کې د بادامو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالي اټکل شوی دی. د دغه ولایت مسؤلین وایي چې سږ کال به په ډایکنډي ولایت کې به د بادامو په حاصلاتو کې شاوخوا ۲۵ زره ټینه زیاتوالی راشي.

دغه ولایت چې د بادامو لپاره له طبیعي جوړښت څخه برخمن دی، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي یې وايي، ټاکل شوې ده چې سږ کال به د دغه ولایت د بادام حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی را شي.

د دايکنډي د کرنې رییس سید عبدالواحد فیروزي رسنیو ته وویل چې په دې ولایت کې د بادامو حاصلات د نورو کرنیزو توکو په شان د باران، واورې اورښت او د اوبو زیات والي پورې تړلي دي، چې په وینا یې سږکال د ورښتونو د زیاتوالي له امله يې حصلات زیات اټکل شوي دي.

ښاغلی فیروزي زیاتوي، که دې کال ژمي او پسرلي په موسمونو کې ورښتونه په نور مال ډول وشي، نو د بادامو حصلات به  ۲۴ تر ۲۵ زره ټنو پورې وي، نوموړي همداراز وویل چې د دایکنډي په شاوخوا ۱۵ زره هکتاره ځمکه کې څه د پاسه ۲۴ ډوله د بادامو ونې کېنول شوې دي، چې د هر من بادامو نرخ یې له ۷۰۰ افغانیو څخه بیا تر ۵۰۰۰ افغانیو پورې رسېږي.

د دایکنډي ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس همداراز ټینګار وکړ چې همدا تېره ورځ په ياد ولايت کې د بادامو د پروسس لومړنې کارخونې د شکوفه‌ های نیلي تر نامه لاندې د اکسفام موسسې په مرسته خپل فعالیت پیل کړ، چې له مخې به یې له دې وروسته د دې ولایت بادام همدلته پروسس کېږي.

ویل کېږي د دغې کارخونې لومړنۍ پانګونه ۶.۱ میلیون افغانۍ ښودل شوې، چې په مستقيم ډول يې ۹ کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده.

دوی وایي د دغې کارخونې اصلي موخې خلکو ته د کار زمینه بربرول، بازار موندنه، د بادامو لېږد کې آسانتیاوې برابرول او د بادامو د بیو سټندرد ساتل دي.

د دایکنډي د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي چې وړاندې تر دې به دغه بادام له پروسس پرته نورو ولایتونو کابل او غزني ته صادرېدل او هورې به له پروسس وروسته د هېواد نورو ولایتونو او بهرنیو هېوادنو متحده عربي اماراتو، هند، ازبکستان او نورو هغو ته صادرېدل.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More