The news is by your side.

ناټو؛ د طالبانو د تاوتریخوالي دوام د مخامخ خبرو خنډ دی

خبریال وېب پاڼه/په دې وروستیو کې بر وسله والو طالبانو باندې د کورنیو او نړیوالو فشارونه زیات شوي دي چې تاوتریخوالی کم کړي.

د وسله والو طالبانو د بریدونو او تاوتریخوالي د زیاتولو په غبرګون کې ناټو په خپل تازه بیان کې ویلي چې د دغې وسله والې ډلې د بریدونو زیاتوالي او دوام د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې لوی خنډ جوړ کړی دی.

ناټو ویلي، د وسله والو طالبانو وروستیو بریدونو په افغانستان کې د سولې بهیر له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي پر طالبانو غږ کړی دی چې دغه هېواد کې تاوتریخوالی راکم کړي، ځکه په وینا یې د سولې روانه پروسه زیانمنه او ټکنۍ کوي.

ستیفانو پونتې کورو په یوه وېډیويي پیغام کې چې پرون ماښام ‌یې پر ټویټر خپور کړ، ویلي دي چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکات مېلر سره یو ځای یې د افغانستان د سولې په اړه په بروکسل کې د ناټو له عمومي منشي او نورو چارواکو سره په کتنه کې خبرې کړې دي.

ښاغلی پونتې کورو وايي، د طالبانو روانو توندو بریدونو د سولې د روانو هڅو پر وړاندې لوی خنډ جوړ کړی دی چې په خبره یې زیان به بېرته د همدوی وي.

ښاغلی کوروو زیاتوي: “موږ د افغانستان د وضعیت په اړه بحث وکړ. د طالبانو روان تشدد او تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي. نوموړی همداراز وایي چې د دوی دا کار د منلو نه ‌دی ځکه دا بین الافغاني خبرو د پیل پر وړاندې یوه لویه ننګونه او خنډ بلل کېږي.

تر دې وړاندې د ناټو تر څنګ ځینو نورو هېوادونو هم افغانستان کې د طالبانو د بریدونو له زیاتوالي اندېښنه ښودلې وه او له دوی څخه یې د اور کم غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا هدفي وژنې او بریدونه زیات شوي دي. تازه همدا نن سهار په کابل کې دوې پېښې را منځته شوې دي چې په احمدشاه بابا مېنه کې یې د پولیسو په یو رنجر پسې مقناطیسي ماین تړلی ؤ او دوه کسان په کې ټپیان شوي دي. بل پلو د ولسمشر غني د تره زوی انجنیر رشاد احمدزی د نا معلومو وسله والو لخوا وژل شوی دی.

که څه هم د دغې دواړو پېښو پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیسې خو په کابل او نورو ولایتونو کې ورته پېښې د وسله والو طالانو لخوا کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.