The news is by your side.

له PTM مشرانو سره پاکستان د انګرېزانو په څېر چلند کوي

خبریال وېب پاڼه/د کوزې پښتونخوا مخکښ سیاستوال او د پښتو ژبې دروند شاعر افراسیاب خټک یو ځل بیا پاکستاني ریاست د پښتنو په ځپلو تورن کړی دی.

د کوزې پښتونخوا مخکښ سیاستوال او د پښتو ژبې دروند شاعر افراسیاب خټک وایي چې پاکستاني ریاست د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوو مخکښو مشرانو هر یو منظور پشیتن او محسن داوړ پر وړاندې له باچا خان سره د انګرېزانو د چلند په شان دی.

نوموړی وروسته له هغه دا څرګندونې کوي چې پرون د جمعې په ورځ محسن داوړ او یو شمېر نور کسانو غوښتل په کورمه ایجنسۍ کې د دوو ټبرونو تر منځ په را منځته شوې وسله واله نښته کې د وژل شویو کسانو فاتحې ته ورشي خو د پاکستاني پوځیانو لخوا را ګرځول شوي وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران دغه پېښه هم د پاکستاني ریاست یو فرېب او چال ګڼي او زیاتوي چې دوی په قصده د دغو قومونو تر منځ ستونزې را ولاړوي تر څو د پي ټي اېم فعالیتونه اغېزمن کړي.

پاکستان له تېرو څو لسیزو را هیسې د ډیورنډ تپل شوې کرښې په اودو کې د پښتون وژنې او ربړونې لپاره خپل شوم حرکتونه پیل کړي دي. که له یوې خوا په یوه او بل نوم پښتانه په مرموز ډول په شهادت رسوي، بل پلو په همدې سیمو کې د ترهګرۍ لوی روزنځایونه لري چې لسګونه ترهګرې شبکې په کې روزي او سیمې ته یې د نارامۍ په موخه استوي.

وسله وال طالبان او داعش په همدې شمالي وزیریستان او خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د څارګرې ادارې هغه سرتېري دي چې په سیمه کې ترهګري چلوي.

ویل کېږي په کورمه کې د ابراهیمزو او بالیشخېلو وګړو له پاړه څمکنیو سره د ځمکې پرسر له تېرو پنځو ورځو راهیسې په نښته کې ۱۲ تنه وژل شوي او تر ۴۰ زیات ژوبل دی. په سیمه کې پنجشنبه له ښکېلو غاړو سره تر ناستې پس اوربند شوی دی.

له کورمې تر وزیرستانه پر شاملاتي ځمکو د قبیلو خپلمنځۍ نښتې رواني دي چې پښتون ژغورنه غورځنګ یې د ریاست لخوا یه لویه دسیسه بولي.

د پښتونخوا مخکښ سیاستوال افراسیاب خټک زیاتوي چې له منظور پښتین، علي وزیر او محسن داوړ سره د پاکستاني واکمنانو چلند له باچاخان سره د انګرېزانو د چلند په څېر دی.

هغه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دا وضعیت د اندېښنې وړ دی او په وینا یې باید تغییر ومومي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.