هند د خپل سوداګریز اتصال لپاره افغان سولې ته ژمن دی

خبریال وېب پاڼه/د امریکا دفاع وزارت یا پتناګون په خپل وروستي رابور کې وایي چې هند به سیمه کې د افغانستان تر ټولو نیږدې او ستراتیژیک هېواد دی چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغانستان غوره دوست بلل کېږي.

پنتاګون یا د امریکا دفاع وزارت په خپل وروستي بیان کې وایي چې هند په افغانستان کې د ترهګرو د پټنځایونو په مخنیوي کې له افغانستان سره ګډ کار کوي. اعلامیه زیاتوي چې هند په سیمه کې د افغانستان یوازینی ستراتیژیک هېواد دی چې په ملیاردونو ډالره مرسته یې ورسره کړې ده.

په داسې حال کې چې پاکستان د افغانستان او سیمې لپاره تر ټولو بد هېواد ګڼل کېږي او د ډیورنډ تپل شوې کرښې په اودو کې لسګونه ترهګرې ډلې روزي او پټنځایونه یې ورکړي دي، امریکا وایي چې هند به د افغانستان تر څنګ ولاړ وي او له دغه هېواد سره به په بنیادي کارونو کې همکاري کوي.

اعلامیه کې راغلي چې هند هڅه کوي د خپل سوداګریز اتصال لپاره په افغانستان کې ثبات را منځته شي او په دې سره د آسیا له ډېری هېوادونو سره خپله سوداګریزه راکړه ورکړه له نیږدې لارې وپالي.

اقتصادي شنونکي وایي چې په دې برخه کې چین هم د هند په څېر ګټه ترلاسه کولی شي او له همدې امله وخت ناوخت د افغان سولې لپاره په سیمه ییزه کچه هلې ځلې کوي او پاکستان باندې هم د امکان تر بریده فشار راوړي چې په افغانستان کې ثبات را منځته شي.

د پنتاګون لخوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې د هند حکومت له سیاسي نظره طالبان په رسمیت نه پېژني او د افغانستان د حکومت ملاتړ ته دوام ورکوي. هند د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو او د هغې سولې ملاتړ کوي چې کنټرول یې د افغانانو په لاس کې وي.

سرچینه زیاتوي چې هند له افغانستان سره په دودیز ډول پیاوړې اړیکې لرلي او د سیمې تر ټولو هیوادونو یې له افغانستان سره زیاته مرسته کړې چې تر ۳ ملیارد ډالرو اوړي.

د یادونې وړ ده چې له افغانستان سره د هند مرستې پر څلورو برخو متمرکزې دي، بشري مرستې، مهمې انکشافي پروژې، د خلکو لپاره وړې پروژې، ښوونه او د ظرفیتونو لوړول.

راپور همداراز وایي چې په امنیتي وضعیت کې بدلون ممکن د هند پر مرستو اغېز وکړي.

د یادونې وړ ده چې دوې ورځې وړاندې پنتاګون په یوه جلا راپور کې ویلي وو چې د هند یوه ترهګره ډله (د هند براعضمګي القایده) هڅه کوي له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت ضد بریدونه وکړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum