د دایکنډي د بادامو حاصلاتو کې د ۲۵ زره ټنه زیاتوالی
خبریال وېب پاڼه/د ډایکنډي ولایتي مسؤلین په دغه ولایت کې د سږنیو بادامو په حاصلاتو کې د ۲۵ زره ټنه زیاتوالي خبر ورکوي.
د هېواد په مرکزي او واړه ولایت ډایکنډي کې د بادامو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالي اټکل شوی دی. د دغه ولایت مسؤلین وایي چې سږ کال به په ډایکنډي ولایت کې به د بادامو په حاصلاتو کې شاوخوا ۲۵ زره ټینه زیاتوالی راشي.
دغه ولایت چې د بادامو لپاره له طبیعي جوړښت څخه برخمن دی، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي یې وايي، ټاکل شوې ده چې سږ کال به د دغه ولایت د بادام حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی را شي.
د دايکنډي د کرنې رییس سید عبدالواحد فیروزي رسنیو ته وویل چې په دې ولایت کې د بادامو حاصلات د نورو کرنیزو توکو په شان د باران، واورې اورښت او د اوبو زیات والي پورې تړلي دي، چې په وینا یې سږکال د ورښتونو د زیاتوالي له امله يې حصلات زیات اټکل شوي دي.
ښاغلی فیروزي زیاتوي، که دې کال ژمي او پسرلي په موسمونو کې ورښتونه په نور مال ډول وشي، نو د بادامو حصلات به ۲۴ تر ۲۵ زره ټنو پورې وي، نوموړي همداراز وویل چې د دایکنډي په شاوخوا ۱۵ زره هکتاره ځمکه کې څه د پاسه ۲۴ ډوله د بادامو ونې کېنول شوې دي، چې د هر من بادامو نرخ یې له ۷۰۰ افغانیو څخه بیا تر ۵۰۰۰ افغانیو پورې رسېږي.
د دایکنډي ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس همداراز ټینګار وکړ چې همدا تېره ورځ په ياد ولايت کې د بادامو د پروسس لومړنې کارخونې د شکوفه های نیلي تر نامه لاندې د اکسفام موسسې په مرسته خپل فعالیت پیل کړ، چې له مخې به یې له دې وروسته د دې ولایت بادام همدلته پروسس کېږي.
ویل کېږي د دغې کارخونې لومړنۍ پانګونه ۶.۱ میلیون افغانۍ ښودل شوې، چې په مستقيم ډول يې ۹ کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده.
دوی وایي د دغې کارخونې اصلي موخې خلکو ته د کار زمینه بربرول، بازار موندنه، د بادامو لېږد کې آسانتیاوې برابرول او د بادامو د بیو سټندرد ساتل دي.
د دایکنډي د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي چې وړاندې تر دې به دغه بادام له پروسس پرته نورو ولایتونو کابل او غزني ته صادرېدل او هورې به له پروسس وروسته د هېواد نورو ولایتونو او بهرنیو هېوادنو متحده عربي اماراتو، هند، ازبکستان او نورو هغو ته صادرېدل.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.