The news is by your side.

ولسمشر غني‌ توغندیو ته سر ټیټ‌ نه کړ !

 

خبریال ډاټ کام / لسمشر محمد اشرف غني د خپلې لوړې مراسمو پر مهال تاریخي وینا کوله چې نا ببره له ارګ د باندې څو توغندي ولګېدل. د غونډې ګډونوال وارخطا شول خو ولسمشر له خپل ځای هم و نه خوځېد او نه یوازې د ډار احساس یې ونکړ، بلکې په لوړ غږ یې ټولو ګډونوالو باندې ناره کړه:

“مه ډارېږئ، افغانان له لویو لویو غمیزو او چاودنو نه دي ډار شوي نو له دې وړو چاودنو ولې ووېرېږو؟”

کله چې ډزو زور واخیست، امنیتي کسانو د ولسمشر څنګ ته را منډه کړه، لومړی مرستیال امرالله صالح د ولسمشر خوا ته ودرېد او غږ یې کړ: (تشویش نه کنید، ما هستیم) دې جملې یوه جذباتي مانوره جوړه کړه.

ولسمشر ګډونوالو ته له ډاډګرنې او د وېرې له صحنې ماتولو وروسته بیا هم پر وسلوالو مخالفینو غږ وکړ چې سولې زموږ او تاسو لپاره یوازینۍ د نېکمرغۍ لار ده. نوموړي زیاته کړه چې ما په دې کیسو مه ډاروئ، د خپلې کورتۍ تڼۍ یې خلاصې کړې او په لوړ آواز یې وویل: (ما په دې کیسو مه ډاروئ، موږ تر دې تریخې تجربې لرو).

د غونډې ډېری ګډونوالو د ولسمشر په دغه جذباتي او حماسوي وینا باندې وژړل او د ده د خبرو تر آخره یې لاسونه ورته وپړکول. ویل کېږي دغه دوه راکټونه د څلورمې حوزې له حارندوی بلاکونو څخه فیر شوي وو چې یو یې په حضوري چمن او دویم هغه یې رابعه بلخي روغتون ته نیږدې لګېدلی چې له تلفاتو یې لا هم حال نشته دی.

ولسمشر غني په پوره ډاډ خپله وینا وکړه او د غني خان په دغه بیت یې خپلې خبرې را ونغاړلې:

یا به دې زه ســـــــــیال کړمه وطـــنه د جـهان

یا به ستا په پښو کې تورې خاورې کړمه ځان

مطیع الله همدرد

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.