The news is by your side.

عبدالله عبدالله ته دي ‌د «ځان بللی ولسمشر » ټکی وکارول شي‌

خبریال ډاټ کام / د افغانستان د حکومت پخوانی اجرایه ریس چې ځان یې د ترکیې او ایران د سفیرانو په وړاندي ولسمشر اعلان کړ، په کار دي‌ ځان بللی ولسمشر ونومول شي‌.
په خواله رسنیو کې پر پخواني‌ اجرایه ریس سختي‌نیوکې شوي دي‌ چې ځان یې د یوڅو کسانو په واندي (خود ساخته) ولسمشر اعلان کړ.

عبدالله عبدالله نن په داسي‌حال کې ځان د ولسمشر په توګه اعلان کړ چې د ایران او ترکیې سفیران هلته موجږود وو.
خو د ولسمشر غني‌ د لوړی مراسمو ته د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو له استازو سره سره د امریکا متحده ایالاتو استازي ‌هم ورغلي‌ وو.

خلک وايي ‌چې ولسمشر غني‌دي ‌د یوه ځانګړي ‌فرمان پر اساس ژر ترژره ځان بللی ولسمشر عبدالله له سپیدار ماڼۍ وباسي‌.

سپیدار ماڼۍ چې دافغانستان د اجرایه ریاست پر مهال جوړه سوې وه تر نن ورځي ‌عبدالله عبدالله وګاروله .

هم داراز خلک وايي‌ چې ولسمشر غني‌ دي‌د ډیپلوماټیکو چینلونو له لاري‌د ترکیې او ایران له حکومته سپیناوی وغواړي ‌چې ولي ‌یې د ځان بللی ولسمشر عبدالله عبدالله د لوړي په مراسمو کې ګډون وکړ .

د کابل ښار یوه اوسېدونکي‌ دلبر جان خبریال ډاټ کام ته وویل چې عبدالله عبدالله باید نه یوازي‌دا چې له سپیدار ماڼۍ وایستل شي‌، بلکه باید څارنوالي‌ته هم وروپېژندبل شي‌. دغه سپین .ېری وايي :
« عبدالله عبدالله ځان بللی ولسمشر دی چې دا د ولس لپاره د منلو وړنه ده ، په کار دي‌ قضايي ارګانونو ته ورمعریفي ‌شي‌ څو په افغانستان کې بل داسي‌کس د قانون څخه بربنډه سرغړونې ته زړه ښه نه کړي‌.»

نیاز محمد بیا یول کس دی چې نن یې د ولسمشر غني‌ د لوړي‌مراسم څارلي‌؛ نوموړی وايي‌ چې عبدالله عبدالله ددې هیواد او خاورې د عزت او پت لیلامولو هڅه کړې ده ،په کار دي ‌دده له لوري معریفي ‌کړل شوی هر والي‌او هر ولسوال زندان ته واچول شي‌.

دغه افغان زیاتوي چې په افغانسان کې نوري‌ستونزي هم شته ،خو دا ډول ستونزي‌را ولاړول د هیواد او خاوري ‌سره د غداري ‌په معنا دی چې دده په وینا د غدار جزا د عدلي‌ارګانونو له لوري ‌اعدام دی .

د عبدالله عبدالله له لوري خود ساخته ولسمشري‌ اعلانول اوس د ډېرو لپاره په ټوکه بدل شوی عمل دی او خلک وايي‌ چې د عبدالله عبدالله ددغه عمل جزا بید هغه ته ورکړل شي‌.

ولسمشر غني‌نن د لوړي‌په مراسمو کې هغه مهال زړونه وګټل چې د درنو ډزو غږونه واورېدل شول او ده خپله سینه ورته پرانیسته .‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.