The news is by your side.

د کرونا په تړاو د نیویارک ټایمز خبر نړۍ حیرانه کړه

 

خبریال وېیپاڼهد کرونا وایرس په تړاو د نړۍ معتبره ورځپاڼې نیویارک ټایمز هغه خبر نړۍ حیرانه کړه چې کرونا وایرس د هوا له لارې انتقالیدلای شي .

نیویارک ټایمز د (۱۲) هیوادونو د (۲۳۹) ساینس پوهانو له قوله لیکلي دي چې داسيګڼ شواهد شتون لريچې کرونا وایرس د هوا له لارې انتقالیږي او انسانان مجبور دې چې په کورونو کې دننه هم ماسکونه وتړي ‌.

نیورارک ټایمز ورځپانه وايي چې د نړۍ د (۱۲) پرمختللو هیوادونو (۲۳۹) ساینسپوهانو د روغتیا نړۍ وال سازمان ته یو لیک لېږلی او ددغې موضوع نه یې ډبلیو هیچ او خبره کړې ده .‌

ساینسپوهانو د روغتیا له نړۍ وال سازمان نه غوښتنه کړې چې د کرونا وایرس په تړاو د خوندي توب لارې چارې دي له سره وارزوي او یوازي ټولنیز واټن او د لاسونو پرله پسې مینځل د کرونا وایرس په مخنیوي کې هغومره مرستندوی نه دي لکه څومره چې تاکید ورباندي کیږي .‌

دوی وايي ‌چې د ټولنیز واټن او د لاسونو د مینځلو سره سره باید نوريخوندي چار هم ولټول شي .

دا خبر په داسي حال کې راغلی چې د امريکا د جون هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه کرونا وايرس دا وخت د نړۍ په ۱۸۸  هېوادونو کې يو کروړ،۱۴ لکه،  ۵۸ زره او ۲۹۱ کسان اغېزمن کړي دي.

کرونا وایرس تر دم ګړیه  په نړۍ کې يې پينځه لکه، ۳۴ زره او ۴۶۰  کسان مړه کړي دي.

نیویارک ټایمز وايي چې د ساینسپوهانو د راپور جزیات به ژر په یوه ساینسي مجله کې خپاره شي‌، خو د روغتیا نړۍ واله ټولنه یې په دې تړاو خبره کړې ده .

د یادولو وړده چې کرونا وایرس اوس هم له ګڼې ګوڼې ډکې سیمي زیاتې اغیزمنوي ، خو که دا ثابته شي چې دا وایرس د هوا له لارې خورېږي‌ نو له ګڼې ګوڼې ډکې زیاتې سیمي به لا نوري وخپي .

که څه هم کرونا وایرس دم ګړی هره ورځ په نړۍ کې (۵۰۰۰) کسانو نه ژوند اخلي ؛ خو که د ساینسپوهانو په غوښتنه احتیاطي تدابیر زیات او بدل شي‌ ښايي د کرونا تلفات راټیټ شي .

د نیویارک ټایمز راپور په نړۍ واله کچه د کرونا وبا په تړاو غوغا را پورته کړې ده ، او که چېرته د ساینسپوهانو خبره سمه وبلل شوه نو کرونا تر دغه اوسني‌ حالت ډېره خطرناکه ناروغي‌بلل کېدای شي .

کرونا ناروغي‌تر اوسه بشپړ علاج درملنه او واکسین نه لري ، خو اټکل دادی چې ددې کال تر پایه به ددغه ناروغي‌ واکسین راووزي‌ او ښايي‌ ورو ورو نړۍ د سمېدو خواته لاړه شي‌.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance