The news is by your side.

تېرې یوې لسیزې جګړې ۷۰۰۰ افغان ماشومان وژلي

خبریال وېب پاڼه/تېرې دوې لسیزې جګړې په افغانستان کې لکونو افغانو ته مرګ ژوبله اړولې ده او لا هم دغه بدمرغي په خورا چټکۍ مخکې روانه ده.

د افغانستان د اوسني وضعیت په هکله د ایرو ایشیا نشریې په وروستۍ ګڼه کې یو تحلیلیي مطلب خپور شوی دی چې د تېرې یوې لسیزې په هکله یې د ماشومانو قرباني په کې را اخیستې ده. ویل کېږي په دغه موده کې څه د پاسه ۷۰۰۰ افغان ماشومان شهیدان شوي دي.

ویل کېږي دا قرباني د جګړې د ټولو ښکېلو خواوو له لوري اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د په افغانستان کې ګڼ شمېر ماشومان د بېوزلۍ او فقر له امله هم زیانمن ښودل شوي وو. فقر، وزګاري او د کور د سرپرست نه شتون د افغان ماشومانو تر ټولو سترې ستونزې بلل کېږي چې دوی یې له زده کړو او د ښه ژوند کولو له نعمت څخه بې برخې کړي دي.

څو میاشتې وړاندې د خوړو د بحران په هکله د یونېسف په یوه راپور کې راغلي وو چې افغانستان د خوړو بحران په دریم مقام کې ځای لري او له همدې امله زرګونه ماشومان د خوار ځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

د دغې سازمان د موندنو له مخې په افغانستان کې شاوخوا آووه سوه زره افغان ماشومان له جدي خوار ځواکۍ سره مخ دي چې بېړنۍ روغتیا ته اړتیا لري که نه په وینا یې دلته به دغه ستونزه نوره هم زیاته او جدي شي. روغتیایي شنونکي په دې باور دي چې دا ډول حالت د افغان ماشومانو له پاره تر مړینې هم بد دی.

ایرو ایشیا په یوه اوږده تحلیل کې په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت او په دې تړاو نړیوالو راپورونو ته کتنه کړې ده. دغه نشریه لیکي، چې فقر، کډوالي، نشه يي توکي، شاقه کارونه، جګړه، روږدي کېدل، په جګړو کې کارېدل، جنسي ځورونه او دې ته ورته نور هغه مسایل دي چې په افغانستان کې یې د ماشومانو ژوند تریخ کړی دی.

په دغه مقاله کې راځي چې له ۲۰۰۹ کال بیا تر ۲۰۱۹ کال پورې ۷۰۵۹ ماشومان په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي له امله وژل شوي دي.

ایرو ایشیا لیکي چې په افغانستان کې ماشومان په تعلیمي برخه کې هم ګڼې ستونزې لري او نړیوالو بنسټونو ته په کار ده چې د افغان ماشومانو د ژوند خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو پرته له روغتیایي تدابیرو په لرې پرتو سیمو کې هم ماشومان اړ کړي دي چې ښوونځیو ته حاضر شي. روغتیا پالان اندېښنه لري چې په دې ډول د ځان او کورنیو لپاره کوم بل مرګونی بحران را منځته نه کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.