The news is by your side.

پاکستاني پوځ بلوچستان کې ٥ ملکيان شهیدان کړل

خبریال وېب پاڼه/ د پاکستان ظالم پوځ پرون د بلوچستان په هرنای سیمه کې د قیصر مري پر کور چاپه وهلې.

د پوځ له خوا په چاپه کې قیصر مري او د شپږ کلنې لمسۍ ناز بي بي په ګډون یې د کور درې غړي شهیدان شوي.

ویل کیږي پوځ د شهید مري دوه زامن له ځان سره بیولي دي.

د پاکستان ظالم پوځ له خوا له کلونو راهیسې د پښتنو وژنه په تدریجي ډول روانه ده.

په خیبر پښتونخوا کې پاکستانی ریاست وخت نا وخت د ترهګرۍ په تور پښتانه ځوانان او مشران شهیدانوي، زانداني کوي او شکنجې ورکوي. چې اوس مهال هم زیات شمېر پښتانه ځوانان تری تم دی، یو شمېر د پاکستان ریاست سره د ترهګرۍ په تور په کلونو کلونو د بند په تورګ خونو کې بندیان دي او تر اوسه یې د خوشې کېدنې څرک نه دی لګېدلی.

د بلوچستان پښتانه وایي، چې د پاکستان د دا ډول منافقت او ظلمونو دوام به سره به دوی پاکستانی ریاست په ارامه پرېنږدي.

دوی وایي، هغوی چې د برما، فلسطین، او کشمیر پر خلکو د ظلمونو کېدلو سره ژاړي، وګورو چې د پښتنو پر دا ډول بې رحمې وژنې نړیوال راسره وژاړي.

د پاکستاني ظالم ریاست د هر ډول ظلم پر وړاندې پښتانه غلي نه پاتې کیږي، د دې بې رحمې پېښې پر وړاندې به پښتانه لا په ډېرې بیدارۍ سره د پاکستان ریاست د ظلم پر وړاندې را پاڅیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ په کراچۍ کې د پولیسو په یوه مرکز باندې بلوڅ آزادي غوښتونکو ځانمرګی برید وکړ چې ځینې پوځیان یې هم په کې هلاک کړل.

پاکستاني پوځیان د ډیورنډ کرښې په اوږدو او بلوچستان کې ترهګریز فعالیتونه کوي او لسګونه ترهګرې ډلې روزي چې په سیمه کې یې په خپلو استخباراتي جګړو کې کاروي. وسله وال طالبان، داعش، لشکر طیبه او ګڼې نورې هغه ډلې دي چې د پاکستان څارګره اداره یې په سیمه کې د خپلو ګټو لپاره کاروي.

تر دې دمه د پښتون ژغورنې غورځنګ په دې تړاو څه نه دي ویلي او نه هم معلومه ده چې غورځنګ به بیا د پاکستان ریاست پر ضد پر خپلو احتجاجونو لاس پورې کوي که نه؟ خو بلوچستان کې مېشت پښتانه وایي، چې دوی به د پاکستاني ظالم ریاست د دې بې رحمې کړنې پر وړاندې غلي پاتې نه شي.

په تېرو څو لسیزو کې پاکستان د پښتنو پر وړاندې استخباراتي سنګر نیولی دی او د بېلا بېلو شومو موخو لپاره یې کاروي. په دې وروستیو کې پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستاني ریاست پر وړاندې د خپلو حقونو لپاره ثیام کړی دی چې دغه ترهګر سالار ریاست یې هم اندېښمن کړی دی او وخت ناوخت ورته د کاذبو مذاکراتو وړاندیز کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.