The news is by your side.

والدین مې منافقین دي، ما جګړې ته نه پرېږدي!؟

خبریال وېب پاڼه/په دې وروستیو کې د حکومت له امریکا سره د وسله والو طالبانو د هوکړې له مخې سلګونه طالب بندیان خوشي کړل چې اکثره یې بېرته د جګړې لومړۍ لیکې ته تللي دي.

په کابل او نورو ولایتونو کې د وسله والو څه د پاسه ۴۰۰ طالب بندیان خوشي شول چې د معلوماتو له مخې اکثره یې بېرته د جګړې لومړۍ کرښې ته تللي دي.

تېره ورځ د کابل، جلال آباد لویې لارې په اوږدو کې د طالب زندانیانو یو تن تازه خوشي شوی زنداني له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ټپې او د یادې ډلې شپارلس نور جنګیالي وژل شوي دي.

څه موده وړاندې په پکتیا کې یو شمېر هغه طالب بندیان چې تازه له زندانونو خوشي شوي وو، له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي وو.

په وردګو کې خبریال ته د یوه سله وال طالب پلار وویل چې زوی یې تازه له بند څخه را خلاص شوی ؤ او اوس بېرته د جګړې لیکې ته تللی دی. نوموړی زیاتوي چې موږ خپلې ټولې هلې ځلې وکړې چې له جګړې څخه یې را وګرځوو خو په وینا یې نوموړي به هر ځای خلکو ته ویل چې زما مور او پلار منافقین دي، (ما جهاد ته نه پرېږدي!؟).

د طالب پلار همداراز وویل چې موږ نور د خپل زوی څخه ناچاره شوو چې له جګړې یې را وګرځوو.

په دې وروستیو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړې شدت اخیستی چې د حکومت په ګډون یې د نړیوالې ټولنې اندېښنې زیاتې کړې دي.

تېره ورځ د ارګ ویاند په یوه خبري غونډه کې وویل چې دوی د سولې لپاره ټول ګامونه اخستي دي خو په وینا یې وسله والو طالبانو لا هم خپل تاوتریخوالی جاري ساتلی دی. ښاغلي صدیقي همداراز ټینګار وکړ چې حکومت په جدي توګه د وسله والو طالبانو لخوا د نرمښت هڅو ته سترګې په لار دی.

د لغمان د ملي امنیت مشر وایي چې د طالبانو نوی خوشي شوی زنداني قاري روح الله د دې لارې د نا امنه کېدو مسوولیت پرغاړه اخیستی او پرون سهار یې له خپلو جنګیالیو سره د قرغه یي ولسوالۍ په اړوند سیمه کې امنیتي ځواکونو باندې برید کړی دی خو د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شو.

له دې سره د زابل شینکی او شهر صفا ولسوالیو کې د طالبانو برید له امله یوولس سرتیري شهیدان شوي دي. د کورنیو چارو وزارت وایي چې په زابل کې د وسله والو طالبانو بریدونه پر شا تمبول شوي، چې په ترڅ کې یې نوولس طالبانو وژل شوي هم دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.