د سولې بریالۍ هڅې که د جګړې نوی پيل؟
خبریال وېب پاڼه/ سوله نه یواځې زمونږ لپاره، بلکې ټولې نړۍ ته هغه حیاتي ارزښت لري، چې په شتون کې ښايي د هر پرمختګ دروازې پرته له کوم خنډ نه په آسانۍ پرانېستل شي.
د افغانستان د پنځه زره کلن تاریخ واقعات یو خوا خو تېر څلوېښت کلنه خونړۍ او له درده ډک کلونه هغه خفه کوونکي څلور لسیزې ګڼل کېږي، چې په کې اکثریت شهیدان، معیوب، یتیمان او د اوښکو ډکو سترګو کوربانه یې ګرځولي یو.
اوس هم دغه ناتار پرافغان ملت او خاوره خپلې بوږنونکې وزرې لا پسې غوړوي او د وير ټغر یې خور ساتلی دی.
زمونږ مشهور او منل شوی متل دی چې ” ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بل وي ” طبعاً افغانان د سولې ارمانجن او هغه قشر دی، چې د دې نوم لپاره یې ځانونه قرباني کړل خو بیا هم دغه د سکون وږم مرور او لارې یې لاپسې جلا کړي دي.
اوسنۍ هڅې د سولې په برخه کې مظلوم ولس ته هیله بخښونکې، خو په حقیقت کې هغه نوی داستان پیلیدونکی دی، چې بیا ځلې افغاني غرور له خاورو سره خاورې او د یوه نوي ویرجن فصل صفحې پرانېستل کېږي.
د سولې تړون هغه کیلي وه، چې باید د ښکېلو خواو تر منځ لاسلیک شوی وای خو له بده بخته، چې هلته اصلي لوبغاړي ته د یوه لوري خطاب کېږي، چې خپله مستقیماً د سولې پروسې بطلان ښکاره کوي.
نن ورځ د سولې تفاهملیک د هغو ډلو ترمنځ لاسلیک کېږي چې اصلاً نه په جګړه کې زیانمن شوي او نه د جګړې د لومړۍ کرښې جنګېدونکی ځواک بلل کېږي.
روانې ناندرۍ هغه غولونکې غوغا ده، چې په کې ګټونکي مالوم او د تمثیلي پارچې د لوبغاړو او لوبغالي لپاره افغان ملت او خاوره غوره ډګر بلل شوی.
همدارنګه د یادې پروسې د بطلان ښکاره ثبوت د هغو پټو مسايلو نه څرګندتیا ده چې بېچاره مظلوم ولس څه، آن د رأس حاکم دولت ترې ناخبره او د نورو خولو ته یې سترګې غړولي ناست دي.
د افغان سولې پروسه د هغه ډلو په کنټرول او رهبریت ترسره کېږي چې د نني ناورین او خونړۍ جګړې اصلي سپوټران او ملاتړې ادارې بلل کېږي.
هغه څوک یې ملاتړ کوي چې څلوېښت کاله یې د خپلو ګټو لپاره نه ختمېدونکې جګړه جاري ساتلې او په خپل مغروره تاریخ کې تر ټولو لوی اقتصادي تاوانونه یې پرې زغملي، نو څنګه شونې ده چې دغه ملاتړې ادارې دې هغه فصل ختم کړي، چا چې پرې مالي او ځاني ربړونې او سختۍ تجربه کړي او لا یې هم د فصل پای نه ده جوته شوې.
هغه ګاونډي هېوادونه هم د افغان سولې پروسه کې دخیل دي، کوم چې زمونږ پر خاوره د توپونو مرمۍ وروي او بېګناه د سولې ارمانجن ملت همداسې له خپلو هیلو سره د تورو خاورو کوربه کوي.
په هغه سوله به څه باور وشي چې د رنګ بدلون ورکوي او د جګړې د نوي فصل پرانېستلو ته یو نوی باب پرانېزي.
بلخوا داخلي کشمکشونه د فردي ګټو پر بناء د سولې هغه لمر ته کله د بارذیت اجازه ورکوي، کوم چې له وجهې یې دوی سره د حساب کتاب تر مېز د راوستلو لارې چارې برابروي.
اصلاً حقیقت دا دی چې سوله اوس یوه تجارتي پروسه او هغه کلیشه یي کلیمه ده چې د حقانیت د اثبات لپاره روان ګامونه پرته له وعدو او غولونکو فکرونو بل څه تر شاه نه لري.
دا چې د نړۍ سوپرطاقت دولتونه او زمونږ د محتاجۍ کیلي همداسې د نورو پر اوږو بار وي، د سولې راتګ یو نه لیدونکی خوب او خیالي انځورګري ده.
هو دا منونکې ده چې دوی به د یوې جنګي وسلوالې ډلې نوم او نښان ورک کړي او د جګړې د بندښت عنوان به عملاً ټولو ته ښکاره شي خو په حقیقت کې به همدا جنګي ډله د بلې ډلي په نوم د یوۀ نوي جنګي فصل پرانسته وکړي او بیا ځلي به مونږ د خونړیو تاریخي پاڼو د لیکلو شاهیدان وګرځو.
لیکنه ـ عزت الله خاطر
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.