The news is by your side.

د غزني بیا ځلې سقوط لپاره درې ډلې یوځای شوي

خبریال وېب پاڼه/ د غزني پر ښار د برید ګواښ جدي کېدل!

غزني کې طالبان داعش، القاعده او جیش محمد شبکو ګډو فعالیتونو ته زور ورکړی.

امنیتي چارواکي وايي، له نورو ترهګریزو ډلو سره د طالبانو اړیکه هېڅکله پرې شوې نه ده او په دې وروستیو کې یې تحرکات زیات شوي دي.

غزني ولایت کې پوځي قوماندانان وایي د دوی اطلاعات ښیې چې د طالبانو، داعش، جیش محمد ډلو او د القاعده شبکې فعالیتونه په غزني تر لاس لاندې لري.

د دغه چارواکو په خبره له نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکې اوس هم شته او په اوسنیو شرایطو کې د بل هر وخت په پرتله سره نږدې شوي دي.

ښکاره طالبانو بیا د غزني ښار دویم ځلي سقوط له پاره برنامه تر لاسه لاندې نیولې ده.

هغه برنامې چې داعش جیش محمد او القاعده ډلې هم د طالبانو پوځي قومندانونو سره په دې برخه کې مرسته کوي.

په غزني ولایت کې پوځي قوماندانان وايي چې د دوی معلومات ښکاره کوي چې دا درې واړه ډلې یو بل سره همغږۍ پر بنسټ د غزني ښار سقوط له پاره کار کوي.

په ورته وخت کې بیا ځینې سیمه اییز او پوځي قومندانان د غزني ولایت امنیتې ارزونې په موخه مقر او جاغوري ولسوالیو اوسېدونکو ته وايي هېڅکله به دا ولسوالۍ سقوط ونه کړي.

دا چارواکي اوسېدونکو سره ژمنه کوي چې د دې دوه ولسوالیو امنیت خوندي کولو په برخه کې به جدي ګامونه ترسره کړي.

خو د غزني اوسیدونکي بیا د امنیت نشتون په اړه د امنیتي چارواکو خبرو ته د شک په سترګه ګوري.

په غزني ولایت کې د امنیتي وضعیت خراب والی انديښنې په داسې حال کې ډېریږي چې څه موده وړاندې د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل ویلي وو چې طالبان د نورو ترهګریزو ډلو سره یوځای نیت لري چې غزني ولایت یو ځل بیا سقوط ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او طالبان اوس مهال سولې ته د رسېدو او بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو په درشل کې دي، خو په دغه مهال کې د طالبانو او افغان حکومت جګړه سخته شوې، چې په وروستیو څو ورځو کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي.

د طالبانو له لوري تاوتریخوالی لا د پخوا په پرتله زیات شوی، چې دا د امریکا او طالبانو تر منځ د فبروري د ٢٢مې د سولې د هوکړې د یو بند نقض دی.

تازه افغان حکومت د افغان سولې لپاره د سیمه اییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا په هڅو کې دی، چې په دې تړاو یې پرون له نږدې ٢٠ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره ګډ کنفرانس درلود او نن یې د بیجېنګ او اسلام اباد سره لري، له دې کنفرانسونو یې موخه د افغان سولې لپاره د سیمې او نړۍ هېوادونو همکاري او بین الافغاني مذاکراتو ژر پیل دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.