The news is by your side.

پاکستانۍ ډانسره: د هیرا منډيي رسمي جواز لرم ، مالیه ورکوم

خبریال وېب پاڼه/ پاکستان یو له هغو هیوادونو شمیرل کیږي، چې په کې په ښکاره ډول د ښځو د اندامونو د پلور بازار شتون لري.

په یاد هیواد کې د نورو ځایونو سربیره هیرا منډیي مشهوره سیمه ده ، چې په نړیواله کچه شهرت لري.

تازه د پاکستان د ملتان مشهوره ډانسره دیدار ملتانۍ وایي، پاکستان ته په را رسېدو یوه سیاستوال تښتولې او له څو شپو وروسته یې بېرته خوشې کړې ده.

هغه وایي ، سیاستوال ډیره ځورولي او نوموړې ډانسره اوس له پاکستاني حکومت نه د عدالت غوښتنه کوي.

مشهوره ډانسره دیدار ملتانۍ وایي حکومت دې هغه سیاستوال ونیسي کوم دا یې تښتولې وه او ځورولې یې ده.

د راپورونو له مخې  دیدار ملتانۍ په خلیجي او عرب هېوادونو کې مشهوره او ښکلې ډانسره یا ګډیدونکې ده چې زیات پروګرامونه کوي.

خو له نوموړې سره دا کار وروسته له هغې شوی کله چې هغه پاکستان ته داخلیږي.

مشهور ډانسره دیدار ملتانۍ وایي له دې سره د هیرا منډيي جوازهم شته او د دې جواز له درکه د پاکستان حکومت ته مالیه ورکوي.

هغه وایي سره له دې چې مالیه هم ورکوي خو بیا یي هم حکومت ساتنه نه کوي او یو شمیر خلک یې وخت نا وخته ځوروي.

ملتانۍ زیاتوي په هیرا منډيي کې لسګونه پيغلې شته چې ځورول کیږي او حکومت د دې په خاطر چې مالیه هم ترې اخلي څه نه کوي.

ډیری خلک په پاکستاني حکومت له دې امله نیوکه کوي، چې هلته یې په ښکاره د ښځو د بدن پلورنځای هیرا منډيي پرانیستی دی او پر وړاندې یې هیڅ اقدام نه کوي.

هلته میشت خلک وايي، دې منډيي ته تر ډیره دپاکستان سربیره له نورو ملکونه هم خلک ورځي او حکومت باید په دې برخه کې اقدام وکړي.

که څه هم په دې وروستیو کې ویل کیږي د کورونا ویروس له ویرې تړل شوې خو تازه بیا خلک وایي خپل فاحش فعالیت یې پيل کړی دی.

ډيری خلک د پاکستان حکومت د فاحش حکومت په نوم پيژني ځکه د دوی په خبره په ښکاره په کې فاحشه خانې شتون لري او پر وړاندې یې اقدام نه کوي.

دیني علما هم د پاکستاني حکومت په دې برخه کې په فحش تورنوي او وایي په یوه اسلامي ټولنه کې دا دول کړنې د بدبختۍ سبب کیدای شي.

پاکستاني حکومت تراوسه د مشهورې ډانسرې دیدار د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

هغه که څه هم په ښکاره نه دي ویلي چې دا سیاستوال څوک دی خو وایي حکومت یې باید ونیسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance