غني: طالبان افغان سرتېرو ته ماتې نه شي ورکولی
خبریال وېب پاڼه/ ولسمشر غني وایي، طالبان یو واقعیت دی او دا نه کیدونکې ده چې دا ډله په زور سره څنګ ته کړل شي.
ولسمشر غني ویلي، چې طالبان نه شي کولای د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ماتې ورکړي.
ده ویلي دي چې د افغانستان اوسنۍ جګړې پای له سیاسي لارې څخه شونې ده او د افغانستان دولت د سولې ټینګښت له پاره اراده لري.
محمد اشرف غني هم دا راز ویلي،
د بین الافغاني خبرو پيلیدو له لپاره تاوتریخوالي کموالی اړین دي.
ولسمشر غني د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه پورته ګڼلې او له طالبانو یې د تاوتریخوالي کمښت غوښتنه کړې ده.
غني هیله لري د زندانیانو خوشې کېدو بهیر سره بین الافغاني خبرې هم ژر پيل شي.
بل لور د بین الافغاني خبرو نږدې کیدو په تړاو امریکایي چارواکو خوښي څرګنده کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، له طالبانو سره مې خبرې کړي دي او یاده ډله ژمنه ده چې القاعده سره به خپلې اړیکې پرې کړي.
افغان حکومت او طالبان د تېرو اوونیو په پرتله بین الافغاني خبرو ته نږدې شوي دي.
پمپيو همدا راز له پاکستان څخه غواړي چې په دې هېواد کې د القاعده ترهګریزې ډلې د شتون له منځه وړلو له پاره جدي ګامونه پورته کړي.
له دې سره د امریکا بهرنیو چارو وزیر ټينګار کوي چې امریکا په افغانستان کې د القاعده ډلې د ماتې په برخه کې سترې لاسته راوړنې لري.
په ورته مهال د افغانستان ملي امنیت شورا وایي، حکومت ته د طالب زندانیانو خوشې کېدو نوی نوملړ څېړل کیږي او وروسته یاد کسان خوشې کیږي.
افغان حکومت د سولې خبرو پیلېدو له پاره پنځه زره طالب زندانیانو خوشې کیدو ته ژمن دي..
کله چې طالبانو خپل نوی نوملړ چې د زندانیانو خوشې کېدو په اړه وو د افغان حکومت په واک کې ورکړ، د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل رویترز ته ویلي، طالبانو د خپلو زندانیانو یو بل نوی نوملړ افغان حکومت ته ورکړی او افغان حکومت دې نوملړ کې شامل کسان په هر اړخیزه توګه ترڅېړنې لاندې نیسي او وروسته یې بیا زندانونو څخه خوشې کوي تر څو د بین الافغاني خبرو پيلېدو له پاره وړاندې شوي شرط چې د پنځه زره طالب زندانیانو خوشې کېدل دي پوره شي.
وړاندې تر دې افغان حکومت د شپږ سوه طالب زندانیانو خوشې کېدو سره مخالفت کړی وو او ویلي وو هغه زندانیان چې طالبان یې د خوشې کیدو غوښتنه کوي بشري ضد درانه جرمونه یې ترسره کړي، چې بیا د افغان حکومت له دې پرېکړې غربي هېوادنو ملاتړ وکړ.
بل خوا د طالبانو ارشد غړي خیرالله خیرخوا الجزیرې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې د طالبان د بین الافغاني خبرو پيلېدو له پاره چمتو دي او د پنځه زره طالب زندانیانو خوشې کېدو په صورت کې به خبرې پيل شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.