The news is by your side.

افغانستان نه وتلي امریکایي سرتیري په رواني ناروغۍ اخته دي

خبریال وېپ پاڼه/ راپورونه وایي ، چې له افغانستان د وتلو امریکایي سرتیرو ترمنځ د ځانوژنې پېښې ډېرې شوې  او دې پېښو امریکایي چارواکي اندیښمن کړي دي.

یو شمیر نړیوالو رسنیو تازه په دې اړه د یوه امریکایي پيلوټ د ځان وژنې خبره هم کړې ده او زیاته کړې یې ده چې ماسټر انډرېو تازه له افغانستان څخه ستون شوی و او د خپلې خوښې دنده یې په پنټاګون کې اخیستې وه.

فاکس نیوز په یوه راپور کې ویلي هغه د خپلې مېرمنې په مخ کې پر ځان ډزې کړې دي او سا یې ورکړې ده.

ماسټر انډریو په افغانستان کې په ګڼو هوايي عملیاتو کې برخه لرله او له دې امله امریکایي حکومت د مډالونو په ورکړه ستایلی و.

د انډریو کورنۍ ویلي، چې هغه هېڅ ستونزه نه لرله خو د سختو جګړوله امله ورته روانې ذهني ګډوډۍ پيدا شوې وې.

بل لورته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې دغه ډول پېښې باید په جدي توګه وځيړل شي او پنټاګون دې د بېرته راغلو سرتېرو ذهني او روحي ساتنه وکړي.

د ټرمپ په وینا دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده او هغه کسان باید په ځانوژنه لاس پورې نه کړي، چې امریکا ساتي او قرباني ورکوي.

امریکایي روغتیايي چارواکي وایي له افغانستان نه وتلي امریکایي سرتیري باید هلته تر روانې درملنې لاندې ونیول شي څو د ځان وژنې پيښې راکمې شي.

امریکایي روغتیاپالان وایي افغانستان کې ډيری امریکایي سرتیري په جګړو کې په رواني ناروغیو اخته شوي او اوس دلته له راتګ سره ځان وژنه کوي.

دی وایي که حکومت د امریکایي پوځیانو روغتیا ته پاملرنه ډیره نه کړي شايي د ځان وژنې پيښې نورې هم ډيرې شي.

اوسمهال افغانستان کې زرګونه امریکایي سرتیري میشت دي چې له افغان پوځیانو سره په بیلابیلو برخو کې په مرستو بوخت دي.

تازه د امریکایي سرتیرو په اړه یو بل راپور هم خپور شوی چې آف-ګاردین په نوم یوه ورځپاڼې لیکلي چې امریکايي حکومت له افغانستان سره د خپلو مرستو ډېره برخه بېرته پخپله غلا کړې ده.

سرچینه لیکي، د امریکا ډېری نظامي چارواکي په افغانستان کې د نظامي حضور ملاتړي دي ځکه د نشریې په خبره په یوه پراخ فساد کې ښکېل دي.

سرچینه زیاتوي امریکایانو خپلې ډېره برخه مرستې بېرته د خپلو قراردادیانو او مفسدو ملګرو پر مټ غلا کړې دي.

دغه رسنۍ زیاتوي، چې امریکایي چارواکو د فساد او ډېرو لګښتونو لپاره هغه قراردادونه چې په ډېر کم لګښت کېدلی شوای په ډېرو لوړو پیسو کړي دي.

مقاله وایي، چې امریکایي مشرانو د ارزانه تېلو پر ځای څو برابره ګران بیه تېل پېرل، د ارزانه توکو پر ځای په څو برابره لوړو پیسو همغه توکي له امریکایي کمپنیو اخیستل.

آف-ګاردین دغه راز کاږي،چې لا هم د افغان پوځ لپاره د امریکا له لوري په اخیستل کېدونکو وسلو او تجهیزاتو کې ستر فساد موجود دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.