د پاچاخان مزار جوړېدل بل سیاست که مینه؟

خبریال وېب پاڼه/ لسګونه کلونه وروسته په جلال اباد ښار کې د فخر افغان پاچاخان تاریخي ودانۍ ته د حکومت پام واوښت او اوس یې د جوړیدو چارې په بشپړیدو دي.

پر دې ودانۍ څو ځلې وړاندې هم کارونه پيل شوي خو په نیمه کې پریښودل شوي دي.

فرهنګیان وایي که دا ودانۍ بشپړه شي نو دا به یوه لویه لاسته راوړنه ځکه وي، چې د باچاخان د مړینې ۳۲ کاله وروسته  جوړیږي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي په ياد کمپلېکس کې د باچاخان پر مزار سربېره کتابتون او د غونډو تالار هم فعاليږي، چې په راتلونکي کې به د لر او بر افغانانو ترڅنګ ان د سيمې هېوادونو د راغلو کسانو د فکري انتقال، فرهنګي او کلتوري ناستولپاره مناسب ځای وي.

د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي، د باچاخان د مزار او کمپلېکس چارې په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې پیل شوې، خو د یوشمیر دلایلو له امله یې کارونه ودریدل.

دی وایي بیاځلې د دې مزار چارې په کال ۲۰۱۹  کې د ولسمشر د حکم له مخې د يوه خصوصي شرکت له لوري يې د رغونې چارې پای ته رسیدو حال کې دي پيل شوې.

خوږیاڼی زیاتوي کمپلېکس ټوله ساحه پنځه جریبه ده، چې په نیم جریبه کې یې ودانۍ او نوره يې شنه ساحه ده. په ياد کمپلېکس ۵۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او د حکومت له بودجې ورکړل شوې دي.

فرهنګیان او فرهنګپال وایي باچا خان د سيمې لپاره يوه لويه هستي وه، چې د مزار او کمپلېکس له جوړولو سره به يې په سيمه کې د فکري، کلتوري، هنري ان سياسي اړخه يو نوی حرکت پيل شي.

دوی زیاتوي له دې لارې به لر او بر افغانان او ان د سيمې هېوادونه خپل نظرونه شريک کړي.

تاریخ پوهان بیا وایي په جلال اباد کې د باچا خان د مزار او کمپلېکس له جوړېدو سره په سيمه کې د ګندهارا د مدنيت د راژوندي کېدو څرکونه تر سترګو کېږي.

د دوی په خبره کټ مټ پېړۍ پېړۍ وړاندې هغه وخت ته ستنيږو، چې دا سيمه نوبهارا (ننګرهار) او پرو شاپور (پېښور) د ځمکې د مخ عظمتونه و، دا نو د ګندهارا د تمدون اصلي څنډې وې.

په ورته مهال ليکوال او تاريخ پوه ډاکټر لطيف ياد په خپله يوه مقاله کې ليکلي، د ګندهارا يادونه د هندوانو په سپيڅلو متونو ويدي سرودونو کې شوې ده، چې مانا يې د رڼا ګانو ځای دی.

تازه تیره ورځ په نیمګړو چارو ولایت د یادې ودانۍ د پرانستو خبر ورکړی وو خو ویل کیږي ، چې ولسمشر غني خپله دا ودانۍ افتتاح کوي.

فخر افغان باچاخان په ۱۸۹۰ کال کې د پښتونخوا د چارسدې سیمې په اتمانزو کلي کې زېږېدلی و.

باچاخان په ۱۹۸۸ کال د جنورۍ په شلمه نېټه پېښورکې مړ شو چې له وصیت سره سم په جلال اباد ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More