The news is by your side.

آیرلینډ کرکټ بورډ انګلستان سره سیالیو ته لوبډله اعلان کړه

خبریال وېب پاڼه / د آیرلنډ کرکټ ملي لوبډلې له د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې سره د سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.

د ايرلېنډ کرکټ بورډ چارواکي وایي  دوی له انګلستان سره د درې يو ورځنيو نړيوالو لوبو لپاره د ٢١ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

دوی وایي له انګلستان سره به یې دا سيالۍ د جولاى او اګست په مياشت کې ترسره کېږي.

د آیرلینډ کرکټ بورډ مسولین زیاتوي، چې دا د نړيوال جام د سوپر ليګ يو ورځنۍ نړيوالې لوبې دي، چې د روانې عیسوي مياشتې په پاى کې به پيل شي.

د ايرلېنډ په ٢١ کسيزه نوملړ کې دا لوبغاړي شامل دي:

انډري بيلبيرني (لوبډلمشر)  پال سټرلنګ (مرستيال لوبډلمشر)، مارک اډير، کورټس کمپير، پيټر چيس، ګاريټ ډيلان، جارج ډاکريل، جوناتن ګارت، ټيرون کېن، جوش ليټل، انډري مک برني، بيري مک کارتي، جېمز مک کالم، کيوين اوبراين، ويليم پورټرفيلډ، بويډ رنکين، سيمي سينګ، هېري ټکټور، لارکن ټکر، ګېري ويلسون او کرېګ ينګ.

د ايرلېنډ یاد شمیر لوبغاړي به د انګلستان په ساوتهمپټن کې تمرينات ترسره کوي.

د کرکټ بورډ چارواکي یې وایي هلته له تمريناتو وروسته به بيا د انګلستان سره د ٣ يو ورځنيو لوبو لپاره ١٤ کسيزه لوبډله انتخابېږي.

دوی وایي لوبغاړي به یې د جولاى په ١٨مه نېټه به انګلستان ته لاړشي او خپل تمرينات به پيل کړي او د جولاى په ٢٢مه نېټه به د ايرلېنډ لوبغاړي خپل منځي تمريناتي لوبه هم ترسره کړي.

د آیرلنډ کرکټ بورډ زیاتوي چې د جولاى په ٢٦مه نېټه به بيا د ايرلېنډ او انګلستان لاينز ترمنځ تمريناتي لوبه ترسره شي.

دوی وایيد جولاى په ٣١مه به لومړۍ، د اګست په لومړۍ نېټه به دويمه او د اګست په ٤مه نېټه به دريمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه د انګلستان او ايرلېنډ ترمنځ ترسره شي.

د دوی په خبره دغه راز د اګست په پنځمه نېټه به د ايرلېنډ لوبډله بېرته ستنه شي.

دا په داسې حال کې ده، اوسمهال د ويسټ انډيزکرکټ ملي لوبډله هم په انګلستان کې ده او له انګلستانۍ لوبډلې سره یې لومړۍ ټېسټ لوبه روانه ده.

یادې لوبډلې به همدا راز دوه نورې ټېسټ لوبې به هم ترسره کړي.

بل لوري ته د پاکستان کرکټ ملي لوبډله هم انګلستان ته تللې ده، او هلته يې تمرينات پيل کړي دي.

د معلوماتو له مخ ېبه د انګلستان او پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ به به هم درې ټېسټ او درې نړيوالې شل اوريزې سيالۍ ترسره شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.