The news is by your side.

د دوو سرسختو مینانو هیښوونکی بېلتون

خبریال وېب پاڼه/د مینانو په هکله به مو ډېر اورېدلي وي، خو د داسې مینانو چې د ژوند تر ټولو خوږې شېبې یې له یو بل سره لرلې، په یو پیغام یې له یو بل طلاق اخیستی، نه وي اورېدلې. راځئ نن مو د همداسې یوې جوړې له حاله خبروو.

په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې ځوان نوماند فرامرز تمنا او د هغې پخوانۍ مینه او مېرمن حمیرا قادري چې د دواړه د پوهنتون له دورې پر یو بل مین شوي وو او واده یې کړی ؤ، په یوه خورا ټراژیدیکه بڼه له یو بل څخه د تل لپاره خپل ګډ ژوند ته د پای تکی ږدي.

حمیرا له یوه خصوصي تلویزیون سره په خپله وروستۍ مرکه کې چې یوازینی وړکی زوی سیاوش یې هم ورسره ؤ، د خپل ژوند په هکله ځینې ناویلې خبرې وکړې چې ډېرې هیښوونکې وې. تر هغې هم جالبه دا وه چې دې د خپل ژوند مخکیني ملګري ته ته اوس هم د زړه له کومي درناوی درلود او دا یې په زغرده وویل چې هغه (فرامرز تمنا) د افغانستان په ځوانو کادرونو کې یو وتلی شخصیت دی.

حمیرا قادري، چې هرات یې پلارنی ټاټوبی دی، وایي: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال مې هم د ښځینه و د زده کړو لپاره هڅې کولې. هغې د خپل کور په پخلنځي کې درسي ټولګی جوړ کړی و او هره ورځ یې لسګونه نارینه او ښځینه زده کوونکو ته پکې درس وایه.

د نوموړې په وینا، پر خپل کور سربېره یې په ګاونډ کې چغچراني کورنیو ته د هغوی په خېمو کې هم درس ویلی دی.

وایي هغه مهال یې لنډې کیسې لیکلې، خو د قیوداتو له کبله خپله د هرات ادبي ټولنې غونډې ته تلی نه شوه او پلار به یې د دې کیسې د نقد لپاره دغې ټولنې ته وړې.

د حمیرا په وینا، یو ځل یې یوه لنډه کیسه په یوه ورځپاڼه کې د دې پخپل نوم چاپ شوه، چې د خپلوانو او خلکو توند غبرګون سره مخ شوه.

د دې پلار هغه مهال دا اخبار له ښاره په لوی شمېر اخیستی او کور ته راوړی و، څو خلک ورته څه ستونزه جوړه نه کړي.

د آغلې قادري په وینا څو کاله وړاندې نوموړې په امریکا کې وه او زوی یې چې هغه مهال بیخي وړکی ؤ، افغانستان کې له خپل پلار سره ؤ، د فرامرز لخوا ورته د وایبر له لارې پیغام کېږي چې نوره زما مېرمن نه یې او زما له اړخه طلاقه یې!!

دا هغه شېبه ده چې د حمیرا په زړه د درد او خپګان لویه څپه راځي او افغانستان ته له راتګ سره یې وړوکی زوی هم ترې پردی کېږي او د محکمې له خوا یې پلار ته ورکول کېږي.

په دغه خپرونه کې چې زوی سیاوش یې هم برخه اخیستې ده، هره شېبه له مور سره د ژورې مینه اظهار کوي او وایي چې ستره هیله مې د مور تر څنګ اوسېدل دي. که څه هم په مستقیمه توګه نه وایي، خو داسې ښکاري چې سیاوش اوس هم د پلار په برخه رسېدلی دی او له همغه سره اوسي.

حمیرا له زوی څخه د درې کلن بېلتون کیسه وکړه او ویې ویل، یو ځل مې د زوی ویډیو ترلاسه کړه چې د مور په اړه پکې پوښتل کیږي او هغه یې په ځواب کې وایي: مور مې مړه شوې ده.

حمیرا قادري دا هم وویل، چې محکمې یې زوی ورڅخه اخیستی و، خو ویې نه ویل چې اوس یې څنګه زوی ترلاسه کړی او دې سره ګډ ژوند تېروي؟

د حمیرا قادري زوی سیاووش هم نوموړې سره دغه مرکه کې حاضر و، چې د خبریالې پوښتنې یې په جرئت ځوابولې.

د سیاوش لخوا د خبریالې د یوې پوښتنې هغه مهال سټډیو کې د ژړا فضا حاکمه کړه چې ترې وپوښتل شول؛ له مور دې ستره هیله څه ده؟

هغه په ځواب کې ورته وویل چې مور خپله زما لپاره یوه ډالۍ ده نو ډالۍ ته یې څه اړتیا ده؟!

آغلې قادري وایي له فرامرز سره د ګډ ژوند ډېرې خوږې خاطرې هم لرم خو زیاتوي، دا چې زه یوه لیکواله یم نو ښایي ځکه له یوه سیاستوال سره زما ژوند ناشونی وي.

فرامرز تمنا که څه هم تازه د خپلې پخوانۍ مینې (حمیرا) په هکله څه ویلي نه دي خو مخکې یې د ټاکنو پر مهال ویلي وو چې د دواړو تر منځ ژوند په ځینو ملاحضاتو تریخ شوی ؤ نو ځکه یې طلاق ورکړ.

نوموړي اوس د ټاکنو د خپلواک کیسیون د مشرې اغلې حوا نوریستاني له لور سره واده کړی دی. هغه هم په سیاسي دګر کې فعالیت کوي او دمګړۍ هم په بهرنیو چارو وزارت کې کار کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.