The news is by your side.

کونړ پر ځنګلونو د فابریکې په نوم بلا ګډه شوې   

خبریال وېب پاڼه -د کونړ لرګي اوس د فابریکي په نوم قاچاق کیږي.دا فابریکه د کونړ په مرکز اسعد آباد کې جوړه شوې چې د فابریکي په نوم د لرګیو ډکې لارۍ تېروي.

معلومات ښیي چې د دې فابریکې په نوم هره شپه لس او شل لارۍ قیمتي لرګي قاچاق کیږي، په داسې حال کې چې په دې فابریکه کې هېڅ جنس” مېز، چوکۍ، آلمارۍ، تختونه او نور” نه تولیدیږي او له میاشتو میاشتو راهیسې د فابریکې د کارکوونکو معاشونه هم نه دي ورکول شي.

ځایي اوسېدونکي وایي که چېرې له لرګیو ډک موټرونه دې فابریکې ته انتقالیږي د دوو یا درې ساعتونو په ترڅ کې رسیږي، خو دا لرګي د شپې له خوا ځکه د فابریکې په نوم راځي چې د کونړ خلک یې ونه ګوري او له فابریکې پرته قاچاق شي. که چېرې دا لرګي فابریکې ته وړل کېدل نو په رڼا ورځ ولې دا لرګي نه انتقالوي؟ تر څو خلکو هم لیدلی وی، چې لارۍ کوم ځای ډکې شوې، چېرې ځي او کوم ځای تشیږي، خو دا چې دا لرګي قاچاق کیږي نو ځکه یې د غلو په توګه د شپې له خوا انتقالوي.

دوی وایي که لرګي په په واقعي توګه فابریکې ته وړل کېدل خو اوس به یې تولیدات هم زیات وی او نه یوازې ولایتونو بلکې بهرنیو هېوادونو ته به هم صادر شوی وی، ځکه هره شپه شل ډکې لارۍ انتقالیږي او دومره ډېر لرګي خو د ډېرو تولیداتو ظرفیت لري.

دوی وایي فابریکه د کونړ د لرګیو د قاچاق لپاره اوس ښه بهانه ده.

د ورځې له خوا موټرونه فابریکې ته د لرګیو په نوم ډک کوي، په ټاکل شویو ځایونو کې د کونړ د خلکو له سترګو پټ دروي او د شپې له خوا د دې لپاره چې خلک یې ونه ګوري اسعد آباد ته را انتقالوي او له دې ځایه قاچاق کیږي.

خبریال وېب پاڼې ته د نوم نه ښولو په شرط سرچینو ویلي، چې د کونړ اسعد اباد د لویې لارې مسؤول چنار ګل په مرسته د شپې له خوا په دې لاره د کونړ لرګي پرته له کومې ستونزې ښه بې غمه او ازادانه تیریږي.

د کونړ د لرګیو په قاچاق کې د کونړ پخوانی والي عبدالستار میرزکوال، برحاله امنیه قومندان، امنیتي چارواکي او د محلي پولیسو قومندانان هم شریک دي.

کونړ کې یو شمېر سرچینو خبریال وېب پاڼې ته ویلي، چې د کونړ د لرګیو او کانونو قاچاق د پخواني والي واحدالله کلیمزي له وخته تر دې دمه روان دی چې په ګټه کې یې ولایتي اداره، ولایتي شورا، امنیه قومندان او نور امنیتي چارواکي هم ور شریک دي.

یادو سرچینو زیاته کړه، که څه هم اوس د کونړ په پورته سیمو کې له پاکستان سره جالونه لګېدلي اوس یې پاکستان ته قاچاق اسانه نه دی خو یو شمېر قاچاقبران که له هغې غاړې سره اړیکه ولري هم په ډېره اسانه یې ور انتقالوي.

د کونړ د بر حاله امنیه قومندان له کار تقریباً یو میاشت تیریږي، چې د نوموړي په کاري موده کې د لرګیو قاچاق بیخي زور اخیستی او د امنیه قومندان او چارواکو په مرسته یې د افغانستان پر دې شتمنۍ ښه ریشخند ووهل شو او لا یې هم قاچاق روان دی.

د کونړ امنیتي چارواکي نه یوازې د لرګیو په قاچاق کې لاس لري، ورسره څنګ کې د کونړ د خاص کونړ ولسوالۍ د نفرایټو او کرومایټو کانونو په غیر قانوني کېندنې او قاچاق کې هم ښکېل دي.

د خاص کونړ ولسوالۍ د کونړ ولایت په کچه یو له امنو ولسوالیو ده چې حکومت په کې پراخ نفوذ او واک لري او په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو لوی کنډک هم پروت دی چې نږدې ٩٠٠ تنه پرسونل لري.

خبریال وېب پاڼې ته له سرچینو په لاس ورغلي معلومات ښیي چې د خاص کونړ ولسوالۍ، په ٥٠٠ محلي پولیسو، ١٢٠ سرحدي، ٨٠ ملي پولیس، ٢٠٠ محلي اردو او د ملي اردو څلورم کنډک چې ٩٠٠ پرسونل لري، د دوی په شتون کې د خاص کونړ نفرایټ او کرومایټ په سکواټرو استخراجیږي او له دې ځای د ننګرهار ګوشتې قاچاق کیږي.

د خاص کونړ اوسېدونکي وایي، د پولیسو په دومره پرسونل دا چاره کنټرولېدلی شي خو که حکومت غوښتل اوس به یې وخته د دې غیر قانوني کار د مخنیوی کړی وی.

د کونړ ولایت اوسېدونکي شکایت کوي چې سیمه اییز چارواکي د کونړ د لرګیو او کانونو په قاچاق ښه خبر دی خو ځانوه یې پرې کاڼه او ړانده کړي او مخنیوی یې ځکه نه کوي چې د دوی ګټه هم په کې ده.

خلک له مرکزي حکومت غواړي چې د کونړ برحاله امنیه قومندان دې ژر تر ژره له دندې ګوښه شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.