The news is by your side.

امیتاب بچن او زوی یې په کرونا ککړ شول

خبریال وېب پاڼه – د هند مشهور فلمي ستوری امیتاب بچن کرونا وایرس نیولی او تر روغتون پوري‌یې رسولی دی . امیتاب بچن د هندي‌ سینما یو له مشهورو ستورو څخه دی او دا وخت د هندوانو لاسونه لپه دي او د امیتاب بچن د روغتیا دعا کوي .

وروسته له هغه چې د امیتاب بچن د کرونا وایرس ټیسټ مثبت راغلو ډاکترانو د هغه زوی ابهي‌ شیخ بچن ته هم وړاندیز او مشوره ورکړه چې خپله کرونا ټیسټ کړي ، اوس د هند د سینما دغه ستوري هم پر خپل ټویټر ولیکل چې د کرونا وایرس ټیسټ‌یې مثبت دی خو روغتیا يي حالت یې د ډاډ وړ دی .

د هند دسینما وتلي‌ستوري‌ پلار او زوی په داسي‌وخت کې په کرونا اخته شوي دي چې په هند کې دا مهال د کرونا ناروغي په چټکي پر مخ روانه ده .

هند د کرونا وایرس له پلوه په نړۍ کې اوس دریم هیواد دی او ددغه با نفوسه هیواد 849,823 کسان په کرونا وایرس اخته شوي او 22,687 کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی .

کرونا وایرس په ټوله نړۍ کې سینما ، سپورت، کاروبار ، او د ژوند هره برخه زیانمنه کړې ده ، خو دا چې امیتاب د هند لپاره یوه لویه سرمایه ده نو هلک د هغه د جوړدو دعا کوي .

پخپله امیتاب بچن له ټولو هغو کسانو څخه چې په تېرو لسو ورځو کې له هغه سره نژدې وو او یا یې ورسره تماس او لیده کاته کړي، غوښتي چې معاینات وکړي چې په کروناویروس اخته نه وي.

امیتاب بچن د نورو هېوادونو تر څنګ په افغانستان کې هم ګڼ مینه وال لري. هغه د «خدا ګواه» په نامه د خپل یو فلم یوه برخه په افغانستان کې هم ډکه کړې ده او افغانستان ته تللی وو.

تر امیتاب بچن وروسته د هغه زوی ابهي شیخ چې کله په کرونا ککړ شو ، خپلو مینه والو ته یې د ځان او خپل پلار په تړاو ډاډ ورکړ او ویې ویل چې تر دم ګړیه هرڅه سم روان دي‌.

ابهي شیخ بچن هم له هغه خلکو د ټیسټ کولو غوښتنه کړې چې له ده سره په تماس کې شوي دي .

کرونا اوس د نړۍ په لر او بر کې خوره ده او تر ډېره بریده خوندي لاره یوازي‌ او یوازي یوازیتوب او له نورو سره نه تماس دی .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.