The news is by your side.

دانش؛ کرېکټ وکړئ خو نندارچیان مه پرېږدئ

خبریال وېب پاڼه/اضطراري کمېټې کرېکټ بورډ ته د شپږیزې کرېکټ لیګ د کولو اجازه ورکړه خو په دې شرط چې نندارچیان به لوبغالي ته نه ور پرېږدي.

وروسته له هغه چې په نړیواله کچه بېرته د سپورټ ډګر پرانیستل شو، د اضطراري کمېټې مشر او د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش د کرېکټ بورډ چارواکو ته د شپږیزې کرېکټ لیګ د ترسره کولو اجازه ورکړه خو لوبغالي ته یې د نندارچیانو په ورتګ بندیز ولګاوه.

د کرونا وبا په راتګ سره شاوخوا ۴ میاشتې نړیوال او کورنی کرېکټ په ټپه درېدلی ؤ او دری ورځې وړاندې د ویسټنډیز او انګلستان لخوا په نړیواله ټېسټ لوبه باندې بېرته پیل شو.

ټاکل شوې ده په نیږدې راتلونکي کې کرېکټ بورډ له خورا اوږد ځنډ وروسته یو ځل بیا له کورني کرېکټ څخه د لوبغاړو لوبول پیل کړي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې کرېکټ بورډ په کابل کې یو شمېر ملي لوبغاړو ته شل ورځنی تمریناتي کمپ خلاص کړ تر څو را روانو نړیوالو لوبو ته ملي لوبډله ترې اعلان او د دوی فېټنېس برابر کړي خو داسې انګېرل کېږي چې ښایي نړیوال جام او آسیا جام د سږ کال لپاره وځنډېږي.

بل پلو ویل کېږي هندوستان د خپلو سوداګریزو لوبو لپاره د ځای او نېټې ټاکلو په درشل او هڅه کې دی. که څه هم نیوزرلنډ د هند د تجارتي لوبو له کوربتوب څخه انکار کړی دی خو په ورته وخت کې دغه هېواد هڅه کوي په اماراتو او یا هم په سریلانکا کې سږنی آی پي اېل ترسره کړي.

سریلانکا کې د کرونا وبا مثبتې پېښې د نورو هېوادونو په پرتله په کې کمې دي، موده مخکې یې هند ته د آی پي اېل لپاره شنه څراغونه ورکړي وو، خو هند یې غوښتنې ته د رد او منلو څه ویلي نه وو.

په شپږیزه لیک کې تر اوسه د لوبډلو څرنګوالی او شمېر هم لا کره نه دی خو په تېر کې به ۷ او ۸ لوبډلو دغه لیګ مخته وړلو.

کرېکټ بورډ تر اوسه په دغه لیګ کې د بهرنیو لوبغاړو د را نیولو خبر هم نه دی ورکړی خو په تېر کې به د زمبابوې، آیرلنډ، سویلي افریقا او یو شمېر نورو هېوادونو لوبغاړي ورته اخیستل کېدل.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.