The news is by your side.

امریکا سره تر جوړېدو وروسته د طالبانو بریدونه زیات شوي

خبریال وېب پاڼه/له امریکا سره د طالبانو تر هوکړي وروسته طالبانو هره ورځ په هلمند کې پرافغان امنیتی ځواکونو پنځلس بریدونه کوي.

د ۲۱۵ میوند قولی اردو قوماندان وایې چې له هغه وروسته چې طالبانو او امریکا د سولې یو ګډ تړون لاسلیک کړي، خو طالبانو پر افغان امنیتی ځواکونو هره ورځ له ۱۳ څخه تر۱۵ پورې بریدونه کوي.

افغان امنیتی ځواکونه وایې د دغې بریدونو مخه یې نیولی او وسلوالو ته یې درانه تلفات هم  اړولی دي.

د ۲۱۵ میوند قولی اردو قوماندان ډګر جنرال ولې محمد احمدزایې وایې، وروسته له هغه چې وسلوالو طالبانو او د امریکا خاص استازی زلمې خلیلزاد د سولې یو ګډ تړون لاسلیک کړ له دغه تړون وورسته طالبانو هره ورځ په هلمند او نیمروز ولایتونوکې پرافغان امنیتی ځواکونو پرله پسې له ۱۳ څخه تر۱۵ پوری حملې کړي دي.

نوموړي وویل چې دوی د طالبانو د دې حملې مخه هم نیولې ده. ډګر جنرال احمدزایې وایې چې د وسلوالو طالبانو دغه حملې د هغه توافق نامې خلاف عمل دي چې دوی یې پدی ولایت کې ترسره کوي.

ده وویل وسلوالو طالبانو د مخددره توکو د کاروبارسره سره خپل قرارګاوی د خلکو کورونو ته نیږدي جوړي کړي، ځمکنې ماینونه ښخوي، موټر بمونه جوړوي او د خلکو په کورونو کې یې ځای پرځای کویي. ترڅو له دې لارې دوی خپل ځان خوندي وساتې.

بل لوری ته د هلمند اوسیدونکې د وسلوالو طالبانو د بریدونو دغه ګام د دوحې توافق نامې خلاف عمل ګڼلې دوی له وسلوالو طالبانو غواړی چی جګړي ته نور د پای ټکې کیږدي او اوربند وکړي .

د هلمند خپلواک مدنې ټولنې مشر عبدالولې مجاهد او د قومونو او اولسې چارو کې د ولسمشرسلاکار وزیر جمعه خان اڅکزایې وایې جګړه باید نوره ودریږي ځکه لوې زیان یې ملکې وګړيو ته  رسېږي.

دوی د سنګین ولسوالۍ پیښې ته په اشاری سره وویل چې دغه کار د ورته بریدونو څخه رامنځ ته کیږي.

د هلمند امنیه قوماندان جنرال خلیل الرحمن جواد وایې چې د وسلوالو طالبانو له لوری له تیرو څو اونیو راهیسې پرله پسې ۶۶ حملې سوي چې د وسلوالو طالبانو د دې بریدونو په مخامخ ځواب کې یې د هغوی ۶۲ کسان وژلی دي.

جواد وایې د طالبانو د دغو حملو مخه نیسې او هغوی نه پریږدي چې پرمختګ وکړي.

ومو غوښتل چې پدی اړه د وسلوالو طالبانو نظر هم واخلو خو له ډیرو هلو ځلو سره سره ونه توانیدو

تیره اونۍ د افغانستان ملې امنیت شورا او یوناما له لوری  پخپل یوه تازه راپور کې چې خپور سو ویلی وو چې تیری دوي اونۍ له تیرو ۱۹ کلونو راهیسې سختې خونړۍ وې چې پکې ملکې کسانو ته د وسلوالو طالبانو د مخامخ بریدونو ، ځمکنې ماینونو او چاودونو له امله د سر دروند زیان اړول سوي و، خو وسلوالو طالبانو دغه راپور رد کړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.