The news is by your side.

د امریکا یوې سترې نظامي بېړۍ اور اخیستی

خبریال وېب پاڼه/د امریکایي رسنیو د راپور له مخې د دغه هېواد په کلفورینیا ایالت کې د امریکا یوې سترې جنګي بېړۍ اور اخیستی او ستر مالي زیانونه یې اړولي دي.

د امریکایي رسنیو د راپور له مخې د دغه هېواد په کلفورینیا ایالت کې د امریکا د سمندري ځواکونو یوې سترې جنګي بېړۍ اور اخیستی، چې د ځینو نظامیانو له ټپي کېدو سربېره یې ستر مالي زیانونه اړولي دي.

ځینې سرچینې وایي چې په بېړۍ کې لومړی چاودنه وشوه او بیا بشپړې بېړۍ اور واخیست خو لا تر اوسه په رسمي ډول په دې هکله څه ویل شوي نه دي.

کلیفورنیا کې د امریکا د وسلو یوې سمندري بېړۍ اور اخیستی چې لږ تر لږه ۲۱ کسان پکې ټپیان شوي دي.

د بانهام ریچرډ په نامه دا بېړۍ د کلیفورنیا سن ډیاګو ښار اوبو کې د پوځي اډې د رغونې دوراني چارو ته تللې وه چې د یکشنبې په ګهیځ یې اور واخیست.‌

د سن ډیاګو اوروژنې ادارې ویلي، د اور لګېدو پرمهال له بېړۍ د سلګونو کسانو کړیکې اورېدل کېدې.

له هوا اخیستل شوي انځورونه ښيي چې د بېړۍ زیاتره برخه (۲۵۷ متره) لوګي کې پټه ده او کوچنۍ بېړۍ د اوروژنې پر چارو بوختې دي. تر اوسه د اور لګېدو لامل نه دی روښانه شوی.

د امریکا د سمندري ځواکونو یوه ویاند چارلز براون ویلي، ډېری سپاره د لوګي تېرولو له امله ژوبل شوي یا سوځېدلي، چې ټول روغتون ته وړل شوي دي.

په ټپیانو کې څلور پوځيان دي. د اور لګېدو پرمهال په بانهام ریچرډ بېړۍ کې ۱۶۰ ماڼوګان وو چې ټول ترې ایستل شوي دي.

دې بېړۍ زر کسه خدمه درلوده.‌ د یادولو وړ ده چې دغه بېړۍ له ۱۹۹۸ کال راهیسې د امریکا سمندري ځواکونو کې فعالیت لري.

د ۲۰۱۲ کال د جولای پر ۱۶مه هم د امریکا متحده عربي اماراتو یوه سمندرغاړي کې د امریکا د سمندري ځواکونو یې بېړۍ اور اخیستی و.

د یو اېس اېن اېسپه رپاهانوک په نامه د بېړۍ اور کې څوک وژل شوي نه وو، خو وروته د اماراتو چارواکو وویل چې یو هندی کب نیوونکی پکې وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

امریکا متحده ایالات په دې وروستیو څو میاشتو کې د خپل تاریخ تر ټولو بد حالتونه تجربه کوي. که یو پلو کرونا وبا لاندې کړي دي، بل خوا په کې طبیعي آفتونه او ترهګریز او دغه راز جنایي پېښې په مراتبو زیاتې شوې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.