The news is by your side.

اوس د افغان وژنې درول غیر منطقي دي، ادامه ورکوو

خبریال وېب پاڼه/وسله والو طالبانو یو ځل بیا خپله قهرجنه څېره ښکاره کړه او د حکومت د وړاندیز په غبرګون کې یې وویل چې د جګړې درول غیر منطقي دي او په وینا یې ادامه به ورکوي.

څه د پاسه څلور میاشتې وړاندې امریکا له وسله والو طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ، تاکل شوې وه وسله وال طالبان به د افغان ځواکونو پر وړاندې خپل بریدونه په تدریجي ټوګه کم او د مذاکراتو مېز ته کېني خو برعکس دغې وسله والې ډلې تاوتریخوالی نور هم زیات کړ.

اوس دغې ډلې یو ځل بیا په خپل یوه بیان کې د حکومت، نړیوالې ټولنې او اسلامي هېوادونو د سازمان هغه وړاندیز رد چې چې له تاوتریخوالي لاس واخلي. دغه وسله واله ډله ټینګار کوي چې دوی به خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او تر هغو چې د سولې مذاکرات پیل شوي نه دي، افغان وژنه به ادامه لري. په داسې حال کې چې حکومت دعوه کوي دغې وسله والې ډلې تر اوسه د سولې لپاره هېڅ مثبت ګام اوچت کړی نه دی خو بیا یې هم څه د پاسه ۴۰۰۰ طالب بندیان ور خوشي کړي دي.

په عمومي ککه ډېری افغانان د حکومت په دغې دریځ چې د طالبانو بندیان یې خوشي کړل، توندې نیوکې کوي او زیاتوي چې طالبانو د زرګونه افغانانو خویندې کونډې او بچیان یې ورته یتیمان کړل خو حکومت پرته له دې چې دغه وسله واله ډله د سولې کوم حسن نیت وښیي، په دومره لویه پیمانه بندیان ور خوشي کړل.

په ورته وخت کې له ګڼو ولایتونو څخه په راغلو راپورونو کې راغلي دي چې د خوشي شویو بندیانو لویه برخه بېرته د  جګړې لومړۍ کېښې ته تللي دي او هره ورځ د افغان ځواکونو او عامه تاسیساتو پر وړاندې بریدونه کوي.

وسله وال طالبان که څه هم په ظاهره دا ادعا ردوي چې د دوی بندیان دې بېرته د جګړې ډګر ته تللي وي، خو څو ورځې وړاندې له پکتیا، لغمان او وردګو څخه د ځینو هغو طالبانو خبرونه راغلي وو چې په بریدونو کې ټپیان او یا وژل شوي وو، دوی هماغه کسان وو چې د تېرو څو میاشتو په لړ کې د حکومت له زندانونو خوشي شوي دي.

طالبان وايي، افغانستان کې د جګړې درولو لپاره هېڅ بهانه موجوده نه ده.
دوی زیاتوي چې که څوک غواړي چې لومړی دې جګړه ودرول شي او بیا دې خبرې پیل شي، غیرمنطقي غوښتنه ده
دې ډلې په عین حال کې ویلي چې جګړه یې د دې لپاره ده چې بل انتخاب یې نه دی موندلی.

 حکومت په ځلونو له طالبانو غوښتي چې د سولې تر خبرو مخکې اوربند یا لږتر لږه اورکم وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.