The news is by your side.

د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګرلمن پراخیږي

خبریال وېپ پاڼه / د افغانستان د ښار جوړونې او ځمکو وزارت چارواکي وایي، په کابل کې د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر د پراخېدو چارې روانې دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې اوسمهال د یاد هوایي ډګر د پراخیدو په خاطر د ختیځو برخو د ځمکو تصفیه هم پيل شوې ده او ژر به دا ډګر پراخ او شته ستونزې به یې حل شي.

د ښار جوړونې او ځمکو وزارت وایي تر اوسه د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر شاوخوا سیمو کې د ۳۰۰ جریبو شخصي او دولتي ځمکو د تصفیې چارې بشپړې شوي او د پاتې برخو تصفیه کیدل هم دوام لري.

د حامد کرزي په نړیوال هوایي وویل ډګرکې یو شمیر مسافرین شکایتونه لري او ویي هلته د مسافرینو لپاره اړینې اسانتیاوې او معیاري خدمات نه چمتو کیږي.

دوی وایي ډیرکله هلته له ستونزو سره مخامخ وي او څوک یې پوښتنه هم نه کوي.

یو شمیر د نظر خاوندان بیا یاد هوایي ډګر یوڅه امن نه بولي او وایي دیرکله یې شاوخوا تشو ساحو بمي چاودنې او ځانمرګي بریدګر د کلکو امنیتي تدابیرو د نشتون له امله ترسره کیږي.

دوی وایي ډیری وخت د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر شاوخوا کې د بمي چاودنو او ځانمرګو بریدونو شاهدان وو.

عام خلک له حکومته د دا ډول مهمو ځایونو د امن ساتنې غوښتنه کوي.

بل لورته بیا د صنایعو او کانونو خونه هم نیوکه لري، چې دغه سیمه کې ۱۶ تولیدي کارخونې فعالیت کوي او حکومت تر اوسه ورته بدیل ځای نه دی ټاکلی.

د صنایعو او کانونو خونه وایي حکومت باید د کارخونو خاوندانو ته د بدیلې سیمې او د ماشین الاتو زیان په اړه فکر وکړي او وروسته دې اقدامات پيل کړي.

دوی وایي که حکومت په خپل سر هلته کارخانې ویجاړې کړي ښايي صنعتګرو ته سخت مالي زیانونه واوړي.

کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د پراخیدو خبره له کلونو راهیسې د دولتي چارواکو د ژبو پر سر ده.

خو دا چې کلونه بیا هم تیر شوي دا هوایي ډګر د الوتکو ناسته پاسته کې یې ظرفیت کم بلل کیږي او خلک وایي د اړتیا تر کچې نه دی پراخ شو.

خو بیا د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر رئیس سید عمر صبور وایي، چې د یاد ډګر پراخیدو په اوسنۍ طرحه کې، مسافرو لپاره د ترمینالونو پراختیا، د الوتکې د ځغاستې لیکه او د تمځایونو پراختیدل هم شامل دي.

دی وایي د دې طرحې له بشپړیدو سره به په یاد هوایي ډګر کې شته ستونزې ټولې حل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.