The news is by your side.

پرځان مئېنتوب یا نارسېزم

خبریال وېب پاڼه/ له دې وړاندې چې د نارسېزم تاریخچه درته بیان کړم لازمه بولم چې پر دې مسله تاسې پوره پوه کړم بیا به په اخره کې یې تاریخچه هم درته ولیکم.

نو لومړی راځئ پوه شو چې پرځان مئېنتوب څه شی دی؟

پرځان مئېنتوب یا نارسېزم هغه رواني ناروغي ده، چې پرې اخته ناروغان ځان لوړ ښودنه، کبر، غرور، د نور پر وړاندې تحقیرانه افکار او ځان د ټولو مېشت وګړو پر وړاندې برتر او غوره بولي.

دغه ناروغي په پراخ شکل نن ورځ د نړۍ پر اکثریت ټولنو کې ورځ تر بلې پراخوالی مومي او د ناروغانو په شمېر کې یې هم د پام وړ زیاتوالی راځي.

پر نارسېزم اخته خلک همېشه د نورو پر وړاندې متکبرانه چلند غوره کوي او داسې انګېري چې دی په موجوده ټولنه کې تر نورو غوره او د لوړ مقام څښتن دی.

دارنګه دوی تل انتقادي شخصیت وژونکي ژبه استعمالوي، تر څو نور یې پر وړاندې کم او د خلکو پر وړاندې یې د خندا وړ او کم ظرفیته وښایي.

دوی ځانونو ته په هغه برتریت او غوره والي قائل وي چې ګوندې نوموړی په ټولنه کې ټر ټولو ټول منلی شخصیت ګڼل کېږي، یا باید وګڼل شي.

تر حده زیات ځان خوښوونکي وي او تل له نورو تمه لري چې دوی دې وستایل شي، اوصاف دې ورته بیان کړي، په لنډه مانا دا چې هر فرد دې د دوی مدیحه سرایي وکړي او دوی دې نیک خویه، غوره، صادق او د ټولنې له نور پوړ څخه یې جلا شخصیت معریفي کړي.

پرځان مئین خلک څه ستونزې لري؟

دوی د نورو د پرمختګ خنډ واقع کېږي او نۀ پرېږدي چې له دوی پرته بل څوک غوره، منل شوی او د ټولو پر وړاندې باادب او بې بدیله شخصیت وشمېرل شي.

کله چې د دغه ناروغ پۀ مقابل کې داسې فرد راشي چې په ريښتنې ډول د خلکو او خپلې جامعې لپاره خیرخوا ثابت کېدای شي، نوموړی په داسې کړنو لاس پورې کوي چې د متقابل حریف کۀ هر څومره به حقه، با استعداده او وړ شخصیت وي، پۀ مختلفو افواهاتو د نوموړي شخصیت زیانمنوي، تر څو په مخ کې د جوړ شوي خنډ مخنېوی له همدې لارې وکړي.

دغه ډله ناروغان دومره پر ځان مئين وي چې له ځانه ورته هېڅ کوم څیز اهم او د منلو وړ نۀ وي او د خپل ځان پر ستایلو انرژي مصرفوي.

دوی داسې چلندونه ترسره کوي چې په خلکو کې د خبرو سرټکی شي.

پر نارسېزم اخته ناروغان یوه خوبي هم لري چې دوی د خپل راتلونکي لپاره ډېر ښه خوبونه او تخیلي انځورونه کوي چې د دوی پر راتلونکي ډېره مثبته اغېزه ښندي مثلاً دوی فکر کوي چې پۀ ټولنه کې دې دی یو ټول منلی شخصیت، د خلکو پر وړاندې محبوب او لوړ مقام څښتن وي چې دغه چاره ددې سره په هڅه او کوښښ کې دومره ګټوره تمامېږي چې د همدې خوبونو د رېښتیا کېدو لپاره عملاً شېبه په شېبه نا راحته او ګام پر ګام مخکې ځي. د انسانانو د بریالیتوب غوره لار د هغه خوبونو خیالات انځورول دي چې دی ورته رسېدل غواړي او همغه رنګ شخصیت له ځانه جوړول غواړي.

دوی ظاهراً ډېر پاک لباس پر تن کوي، تر څو له نورو سره یې توپیر وشي.

د نارسېزم ناروغۍ د پېژندلو نښې نښانې:

۱:  لکه چې مو یادونه وکړه، دوی ځان خوښونکي افراطي خاصیت لري، باید وستایل شي، اوصاف دې ورته بیان شي او داسې نور…

۲:  په دې عقیده وي چې د ټولنې تر ټولو معتبر او لوړ رتبه خلکو سره دې ناسته پاسته ولري او له دوی پرته همسیال قشر نۀ ویني.

۳:  د ستایلو په پروسه کې نهایت افراطي خاصیت لري.

۴:  نوموړی داسې احساس کوي چې د ده هره خبره حق او باید ټول یې ومني.

۵:  تل کوښښ کوي هر منل شوي امتیازات دې ځان پر ګټه وکاروي.

د نارسېزم تاریخچه

د نارسیزم اصطلاح د نارسیس له نامه له یوې زړې یوناني اسطورې څخه اخستل شوې.

نارسیس یو ښکلی ځوان وو، چې د ډېرو ښځو پام وراوښتی و، خو دی د هغوی په مقابل کې بې تفاوته و او دې بې تفاوتۍ به یې هغوی نا ارامه کولې.

په دې ښځوکې یوه پېرۍ هم وه چې اکو نومېده.

اکو به خورا ډېري خبرې کولې چې د هرا له لوري ابدي چوپه شوې وه یوازي دومره اجازه یې لرله چې د خلکو د خبرو وروستۍ څپې تکرار کړي.

دې ښکلې پیرۍ چې کله نارسیس ولید په هغه یې زړه بیلود خونارسیس، چې بې تجربې ځوان په مینه نه پوهيده په دې او په نورو به یې مسخرې کولې.

نجونو په همدې دلیل له خدایانو څخه وغوښتل، چې نارسیس تنبه کړي.

د هغه د دې بې رحمۍ له کبله یې هغه په دې جزا له محکوم کړ چې په خپل ځان مین شي.

یوه ورځ کله چې نارسیس د اوبو څښلو له پاره په چينه ورټیټ شو خپل انځور یې په اوبو کې ولید نو پرې مین شو.

په همدې لحظه پوه شو، چې هغه احساس چې نور یې د ده په مقابل کې لري څه دی، هغه نه شوای کولای چې له خپل انځور نه سترګې پورته کړي.

په غمونوکې ګیر شو له دې غمه یې د هماغې چینې څنګ ته سا ورکړه.

چې بیا ورسته پر هماغه ځای چې نارسیس سا ورکړي وو د نرګس ګل وغوړید او اکو، چې د نارسیس د میني له کړاوه او غمه ډېره ضعیفه شوې وه کله چې دهغه له مرګ نه خبره شوه د غږ په یو ډول انګازه چې (اکو) ورته وایی بدله شوه.

لیکوال: عزت الله خاطر

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.