The news is by your side.

واشنګټن پوسټ: طالبان حکومت په زور ړنګول غواړي

خبریال وېب پاڼه – طالبان د حکومت ړنګول غواړي‌ ؛ د افغانستان په ختیځ کې د کنړ ولایت مروروې ولسوالۍ ته د واشینګټن پوسټ ورځپاڼې خبریالان تللي او هلته یې د جګړې د کرښې له قومندانانو او جنګیالیو سره د افغانستان د راتلونکې او سولې په تړاو خبرې کړي.‌
ددغه ورځپاڼې خبریالانو لیکلي دي چې د جګړې قومندانانو په قطر کې د خپلو مشرانو په پرتله بیل نظر درلود.
که څه هم په دوحه او کابل کې د سولې د خبرو په اړه طالب مشرانو نرمه لهجه کارولې او ویلی دي چې پر بشري حقونو، ډیموکراسۍ او د قدرت پر ویش له افغان حکومت سره خبرو کولو ته تیار دي؛ خو د افغانستان د خیتځ په یوه لیري پرته ولسوالۍ کې طالب قومندانان او جنګیالي د سولې خبرې نه کوي بلکې دوی د کابل د حکومت د نسکوریدو خبره کوي، او د امریکایانو پر وړاندې یې د فتحې لاپې ویشتلې.
همدارنګه ورځپانې لیکلی چې د سید یاسر په نامه یو ۲۶ کلن جنګیالي‌ په راتلونکې حکومت کې د سل په سله واک اخستلو ادعا کوله چې د نوموړي خبرې د هغه د قومندان په اشاره تاییدېدې.

د طالبانو په لیکو کې د راتلونکې جګړې په اړه هم شکونه پیدا شوي‌ چې له دې سره د طالبانو سیاسی مشران په ویره کې دي او ګومان کوي چې هسې نه د سولی د توافق نامی سره سره یو شمیر بیل شوي طالبان بیا افغانستان د یو دایمي‌ تاوتریخوالي لور ته بوزي.‌

ورځپاڼه لیکي که څه هم دا به ګرانه وي چې د طالبانو تر واک لاندې نورو سیمو کې د طالب جنګیالیو دغه نظر معلوم شي چې په څومره کچه دغه نظر موجود دی ‌ځکه هغو سیمو ته لاس رسی مطلق محدود دی.‌

د واشینګټن پوست خبریالانو د طالبانو په اجازه مرورې ولسوالۍ ته سفر کړی او هلته ورته لار هواره شوې چې له عامو خلکو کلینک او ښوونځیو څخه لیدنه وکړي.

د سفر په اوږدو کې طالب جنګیالیو او پلویانو يې د بشپړ حکومت په غاړه اخیستلو او د افغان حکومت پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار کړی، ‌آن تر دې چې د مرورې غوندې یوې وړې ولسوالۍ کې چې د شاوخو ۹ کلونو راهیسی د وسله والو طالبانو تر ولکې لاند ده د خپلې حکومت ولۍ بېلګې یې ور ښودلې .
په دغه بیلګو کې د رغتیا او تعلم برخې شاملې وې سره له دې چې دغه ولسوالۍ ډیرې برخې د حکومت له واکه تلي دي خو ښوونځیو او رغتونونو لپاره مالي امکانات د افغان حکومت له لوري ور کول کیږي .

د کنړ د مرکز اسعد اباد او ډیورنډ کرښې تر منځ یوه پرته ولسوالۍ کې خلک ډير ابتدایی ژوند لري او د غربت لوړې نښې پکې له ورایه ښکاري.
ددغه ولسوالۍ ډيری ځوانان د روزی پیدا کولو په موخه نورو ښارونو ته مسافر دي او هلته د خپلو کورنیو لپاره د ورځې مزدورۍ کوي.
هغه کورنۍ چې په یاده ولسوالۍ کې اوسیږي‌ هغوی خپلې اړتیاوې د کمو ځمکو له کروندو او مالدارۍ څخه لاس ته راوړي.‌
د مرورې ولسوالۍ په عمومي سړک له یوه چیت چمبول موټر څخه ډله طالبان راکوز او له هغو طالبانو سره یو ځای شول چې له وړاندې هلته ولاړ و. دوی په ګډه همدا شعار ورکاوه چې (‌(مرګ پر امریکا،‌مرګ د امریکا پر غلامانو او مرګ پر اشرف غني))
د ورځپانې په خبره وسله وال طالبان دې ته په تمه و چې امریکایی ځواکونه له افغانستان څخه ووزي او دوی د افغانستان بشپړ واک تر لاسه کړي.
واشینګټن پوست د یوه طالب قومندان له قوله لیکلی چې له امریکایانو سره د سولی تړون دوی ته د بري په مانا دی او دا ددوی لپاره یو خوب لیدل و چې امریکایان مات کړي.‌
د طالبانو د یوې ډلې منځ کې ولاړ جنګیالی سید یاسر چې له خپل دربین داره امریکایی M4 ټوپک سره ولاړ دی وایی دا هیڅ امکان نلری چې یو ګډ اسلامي حکومت ولرو، اسلامي حکومت یو وی هلته د ویشلو هیڅ لار نشته. ‌دده په خبره چې که چیرې ددوی سیاسي مشران د واک ویشلو پر سر پریکړه وکړي نو دی او دده ملګري به له هغو طالبانو جداشي او یوه خپلواکه ډلګۍ به جوړه کړي.‌

واشینګټن پوسټ لیکي‌ د تیرو څو لسیزو را هیسي‌ وسله والو طالبانو د سیاسي خبرو تر څنګ پر خپلو جنګي قومندانانو بشپړ تسلط ساتلی او هغوی یې ندي پرې ايښي چې په خپلو کې درځ پیدا کیدو ته اړ شي.

په دغه ولسوالۍ کې ملکي خلکو له نا امنیو څخه هم اندېښنې درلودې، خو د امنیت په برخه کې یې تر افغان حکومت پر طالبانو باور زیات و.
په دغه جنګ ځپلې سیمه کې خلکو د بیار رغونې هیلې نه وې مړې شوې او تمه یې درلوده چې سړکونه، ښوونځي او روغتیايي مرکزونه به یې ورغول شي. ‌

د ورځپاڼې خبریالان د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې هغه خټین کلینک ته هم ورغلي چې په ډيره ټیټه کچه پکې د خلکو لومړنۍ روغتیا یي ستونزې هواريږي.
همدارنګه دلته د ښوونکو لپاره د معاشونو ځنډ او د روغتیا یی او تعلمی موادو په وخت نه رسیدل له دې کبله کیږي چې دغه سیمه کې جګړه او نا امني ده.
طالبان په دې اړه ویلي:«چې کله موږ بشپړ واک تر لاسه کړو او جګړه ودریږي نو موږ به په اسانۍ وکولی شو چې خلکو ته خدمات وړاندې کړو، اوس مهال موږ د جګړې منځ کې نښتې یوو.»

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.