The news is by your side.

!د ولي مسعود ليکنې ته يوه لنډه کتنه

خبریال وېبپاڼه – د ولي مسعود هغې لیکنې ته چې عنوان یې « نقشه تجزیه ……»‌ ورکول شوی باید ووایم چې هر هغه هيواد چرته چې د توکمونو حقونه که دا ژبني وي، که د عسکري او دولتي پوسټونو د ونډو په بڼه وي او که کاريز يا تعليمي، هغوى ته د هغوى د ملي سلنې سره سم ورنه کړل شي همداسې يو حالت رامبځ ته کيږي لکه نن سبا چې په افغانستان کې دى.
د افغانستان د ويش په هکله ګرانه خبره په دې کې ده چې ټول توکمونه په ډيرو ځايونو کې يوځاى پراته دي چې دا حالت په خپله د ويش او تجزيې نفي کوي.
زمونږه په آنده د ژبنيو او توکميزو حقونو سمه ورکړه، د هر توکم ښځې او نارينه، لور او زوى او پيغلې او ځلمي ته زده کړه او کار او د اداري فساد ورکيدل د روان جنګ د اوږدولو د پاره د هرې خيالي او احتمالي تجزيي تر ټولو ښه مخه نيولى شي (چې له بده مرغه په دې فساد او نادودو باندې ولي مسعود، د هغه تللي او پاتې ملګري، مشران، کشران، شهيدان او ژوندي او ورسره ګڼ شمېر پخواني او اوسني سياستوال او تير او اوسنى دولت ټول تورن دي)
بله مسئله د devolution of power يا په ولسي کچه د زواک د ويش ده چې ښايي دا کار په افغانستان کې وشي او څرنګه چې په افغانستان کې د ولسي او ټوکميز زواک اداري مرکزونه يا علاقه دارۍ دي او يا ولسوالۍ، نو ښه به داوي چې د ولسي زواک ويش هم په دې دوو اداري کچو کې تر سره شي يانې يا د علاقه دارۍ په کچه او يا لا په غوره بڼه يانې د ولسواليو په کچه، نه په فېډرلي کچه او نه په ولايتي يا ايالتي کچه، ځکه چې د ولسواليو په کچه داداري او دولتي واک داسې ويش به د دې سمې او fact سره هم ډډه لګوي چې افغانستان د توکمونو يو ګډ ګاډېره يا mixed and intermingled ټولنه ده د دې ټولنې بل هر ډول ويش به نه يواځې دا چې ډير ګران وي بلکه په سلهاو زره انسانان به په کې د توکميزو پاکولو يا ethnic cleansing بلا له ستوني تير کړي (د ساري په ډول کابل په لويه کې پښتون ولايت دى ولې پښتون د کابل د ښار په ځينو ونډونو او حوزو کې اکثريت نه دى نو د کابل سره د ښاغلي مسعود يا ځينو لويديځوالو په وړاندې کړې خيالي ولې په وينو لړلى طرح کې څه کوئ پرته له دې چې د سلهاو زرو نورو انسانانو وينې توى کړئ ).
ددې د پاره وايو چې تر څو دا ټولنه په يوه ولسواکه او جمهوري عدل او نه يواځې د نورو په يوه محاسب بلکې د ځان او خپل سيسټم په يوه محاسب او منصف نظام باندې ونه پالو تر هغې پورې په افغانستان کې د سم سياسي ټيکاو هيڅ تمه نه شي کېدلى. ( په دې کې شک نه شته چې داسې يو نظام به ښاغلي ولي مسعود او د ده غوندې نور سياستوال نه خوښوي ځکه چې د تجزيي فکر ته ېې ځمکه نه ده جوړه ولې يواځې په ټولنيز عدل او له فساده يو پاک ولسواکى او جمهوري نظام کولى شي چې هم افغانستان له دې کړکېچه وباسي او هم افغان ولس د وينو له نورو تويدلو نه را وژغوري.

لیکوال : ډاکتر محمد اکبر اکبر

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.